كرك 08 مارچ (اے پي پي) ??زي??اعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي مونږ پاكستان د ستونزو نه ويستې او د پرمختګ په لاره مو روان كړے٬په جولائي كښې د پاكستان اولس ته پريكړه كول دي چې هغوي د تېر وخت كرپشن غواړي يا د پرمختګ سفر جاري ساتل غواړي٬هغوي د تورونو او كن??لو سياست غواړي يا شائستګۍ ته ووټ وركول غواړي٬د اولس ووټ حېثيت لري٬د دوي رايه تر ټولو مهمه ده٬پوره باور لرم چې پاكستان مسلم ليګ(ن)به د اولس د خوشحالۍ او پرمختګ د پروژو له امله د اولس پھ تائيد سره د كال 2018م په ټول ټاكنو كښې برې ترلاسه كړي٬په هېواد كښې د توان په بحران قابو موندلې شوې٬كورونو او صنعتونو ته ګاز وركول كېږي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د خېبرپښتونخوا په كرك سيمه كښې د نشپا تېل او ګاز او د اېل پي جي د ريكوري پلانټ پروژو پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔??زي??اعظم كرك لپاره د هېلت كارډ سكيم پېل كولو اعلان هم وكړو۔ده د او جي ډي سي اېل انتظاميې ته په كرك كښې د ماډل سكول جوړولو هداي?? هم وكړو۔دستورې ته پھ خپله وېنا كښې ??زي??اعظم ووئيل چې كله مونږ په كال 2013م كښې اقتدار له راغلو نو هېواد د توان بحران پشمول يو شمېر چېلنجونو سره مخ وو۔په هېواد كښې به د 12 نه تر 18 ساعتو لوډشېدنګ كېدو٬نن الحمد الله نه يوازې مونږ د برېښنا په پیداوار كښې خودكفيل يو بلكې زياته برېښنا هم پیدا كولې شو خو چې په كومو سيمو كښې د برېښنا غلا كېږي هلته د مجبورۍ له امله لوډشېډنګ كولې شي خو دا هم حقيقت دې چې زمونږ پېداواري صلاحيت د طلب نه زيات دې۔??زي??اعظم ووئيل په كال 2013م كښې پاكستان سره 500 كلوميټره موټرويز وې نن په هېواد كښې 1700 كلوميټره اوږدې موټروېز د ترسره كېدو په حال كښې دي يا پېل شوي دي۔ ??زي??اعظم په پرمختلليو هېوادونو كښې هم دا پروژې دومره په تندۍ سره نه ترسره كېږي دا ټول د نواز شريف او د مسلم ليګ(ن)د وژن نتيجه ده٬مونږ د نواز شريف وژن پوره كوو او د دې وژن له امله په هېواد كښې د توان په بحران قابو موندلې شوې۔ ده ووئېل نن هم د آئي اېم اېف يو راپور راغلې چې پكښې وئېلي شوي چې پاكستان د توان په كمي قابو موندلې او اوس هېواد د پرمختګ په لار روان شوې۔او جي ډي سي اېل ډېر ښه كار كړی او د پاكستان د ستونزو په حل كښې يې خپل كردار ترسره كړی۔ده ووئيل د تېل او ګاز په څانګه كښې اوسني حكومت داسې ځانګړي اصلاحات كړي كوم چې د تېرو 60 كلونو په مهال نه دي شوي۔??زي??اعظم ووئيل د كرك دورې په كولو ډېر خوشحاله شوې يم چرته چې او جي ډي سي اېل د نشپا د تېلو او ګاز او اېل پي جي د پلانټ پروژې ترسره كړې ۔په دې د او جي ډي سي اېل اېم ډي او چيئرمېن او ملازمين ټول د مباركۍ حقدار دي۔ده ووئيل په دې سيمه كښې كمپنۍ كار كولو ته تيارې نه وې خو زمونږ چينائي وروڼو په محنت كار وكړو او په دې كښې يې برخه واخسته۔??زي??اعظم ووئيل د پروژې څخه به او جي ډي سي اېل ته هركال 60 اربه روپۍ آمدن ترلاسه كېږي۔??زي??اعظم په دې موقع په كرك كښې د مېرمنو پوهنتون كېمپس٬د برېښنا د پروژو٬د اېن اېچ اے د لارې د دوه لويو لارو جوړولو پشمول د ګڼ شمېر پروژو اعلان وكړو۔??زي??اعظم ووئيل په هره ضلع كښې پوهنتون د مسلم ليګ(ن)د حكومت پالېسي ده٬ځكه دلته به د ويمن پوهنتون كېمپس جوړولې شي۔د دې څخه وړاندې ??زي??اعظم شاهد خاقان عباسي د پروژې پرانسته وكړه۔په دې موقع ??زي??اعظم ته د نشپا تېل او ګاز او د اېل پي جي د پروژې په اړه اړوندو چارواكو بريفنګ وركړو۔ده ته ووئيل شول د تېلو او ګاز پروژې څخه به په ورځني بنياد 98ملينه مكعب فټه ګاز او د اېل پي جي ريكوري پلانټ څخه به هره ورځ 3700 مېټرك ټنه اېل پي جي ترلاسه شي۔د پروژې څخه به هره ورځ اتلس زره 400 بېرل تېل هم ترلاسه شي۔پروژو سره به د تېل او ګاز درآمدي بل كم شي او د روزګار نوې موقعې به په لاس راشي۔كرك ته په رسېدو د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا د ??زي??اعظم هركلے وكړو