هرات 23 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ??ئي??ي دي د تاپي ګيس پروژې په نتيجه كښې به د منطقې د كروړونو اولس د اقتصادي او سماجي حالت ښه والي له مرسته ترلاسه شي٬د منطقې د امن په وده كښې به هم مهم كردار لري٬د تاپي پائپ لائن او دې س??ه د تړلو نورو پروژو په نتيجه كښې به د غړو هېوادونو ترم??نځ?? تاريخي اړيكې لا قوي شي٬د پاكستاني حكومت او اولس نه زيات بل څوك هم په افغانستان كښې امن او استحكام نه غواړي٬پاكستان په منطقه كښې د امن او پرمختګ علمبردار دے۔د جمعې په ورځ د لوېديز افغانستان په تاريخي هرات ښار كښې د تركمانستان۔افغانستان۔پاكستان۔هند ?? ګاز پائپ لائن پروژې تاپي له مخې د برېښنا٬آپټك فائبر او د نورو پروژو د بنياد تېګې اېښودو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وزيراعظم شاهد خاقان عباسي و??ئي?? په نننۍ دستوره كښې ګډون كول زما لپا??ه د اعزاز خب??ه ده٬زه د افغان اولس مشر هم مننه كوم چا چې د پروژې په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړو۔وزيراعظم و??ئي?? د تركمانستان اولس مشر قربان ګل بردي محمدوف ?? ګاز پائپ لائن چې كوم تصور وړاندې كړې ؤ هغه اوس د توان په لوري ګرځي۔په دې لاره كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ٬ اقتصادي زون٬برېښنا او رابطو نورې پروژې هم شاملې شوي۔دا تاريخي منصوبې چې ورسره به د منطقې د كروړونو اولس د اقتصادي او سماجي حالت بهترۍ له مرسته تر لاسه شي او په منطقه كښې به د امن وده كښې هم مهم كردار ولري۔وزيراعظم و??ئي?? دا پروژه به د غړو هېوادونو ترم??نځ?? تاريخي اړيكې لا قوي كړي۔ده د پاكستاني حكومت او اولس لخوا د دې پروژې په ترسره كولو كښې د هر ډول آسانيو او د مرستې لپا??ه د عزم څرګندونه وكړه۔وزيراعظم افغان اولس مشر په اردو ژبه مخاطب كولو سره و??ئي?? د پاكستان حكومت او اولس په افغانستان كښې امن٬استحكام او پرمختګ لپاره پوخ عزم لري۔مونږ په منطقه كښې امن٬استحكام او پرمختګ لپاره پوخ عزم لرو۔زه افغان اولس ته وئېل غواړم چې ستاسو بريا زمونږ بريا ده۔ستاسو پرمختګ زمونږ پرمختګ دے او په افغانستان كښې امن په پاكستان كښې د امن برابر دے۔ده و??ئي?? هرات سره تعلق لرونكي جلال الدين رومي د امن پیغام وركړې٬مونږ ته د امن٬پرمختګ او خوشحالۍ د دغې پیغام خپرولو ضرورت دے۔