اسلام آباد ۔ 14 فروری (اے پی پی) امریکه كښ?? د پاكستان سفير اعزاز احمد چوهدري وئيلي دي افغانستان كښ?? د ستراتيجكي ناكامو ذمه وار پاكستان ګرځول ناانصافي ده۔ افغانستان كښ?? امن او استحكام ل?? د ??سلام آباد او واشنګټن ترمينېځه نزدې مرستې ته اړتيا ده۔ د شورؤ په ورځ یونیورسټی آف ساوتھرن کیلی فورنیا، لاس اینجلس كښ?? د پاك امريكا اړيكو په اړه لېكچر وركولو په مهال سفير د پاكستان او امريكا ترمينځه د مضبوطو اړيكو په اهميت زور راوړو۔ اعزاز چوهدری ووئيل د دواړو هېوادو??و ترمينځھ د مرستې نزدې اړيكو د لارې افغانستان كښ?? د امن په ځائې كولو په ډول د ګډې مقاصد ترلاسه كولې شؤو۔ ده ووئيل افغانستان كښ?? روان تشدد او پرله پسې بدنظمي دا خبره په ګوته كوي چې هېواد كښ?? صورتحال په تندۍ سره ناوړه كېږي۔ سفير افغانستان كښ?? امن او استحكام لپاره د پاكستان د كلك عزم پخلې څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل په داس?? صورتحال كښ?? افغانستان كښ?? د ستراتيجي ناكامو ذمه وار پاكستان ګرځول ناانصافي ده۔ ده ووئيل پاكستان او امريكا له به خپل مينځه اختلافات هېرول او سياسي تصفيې ل?? د ??فغان حكومت او عسكريت خوښو ډاډګيرنه روانه ساتل وي۔ ده ووئيل يواځې پوځي ستراتيجي سره افغانستان كښ?? امن نشي راتللې۔ اعزاز چوهدری ووئيل د تېرو درېو كلونو په مهال د كاميابو پوځي عمليات په نتيجه كښ?? د پاكستان قبائلي سيمې د ترهګرو پټو ځايونو څخه پاكې كړې شوې۔ پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښ?? بلها مالي او ځاني قربانۍ وركړې ۔ ده ووئيل د پاكستان او امريكا ترمينځه اړيكې بايد په شريك عزت او احترام اډانه وي