ډیووس ۔ 25 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د ??وټ??و جوړلو کمپنۍ رینالټ۔نسان له پھ پاکستان كښې د سرمایه کارۍ كولو بلنه وركولو سره وئيلي دي پاکستان به تر 2023ء په كلنه توګه د 5 لکھ ??وټ??و مارکیټ جوړ شي۔ ده د رینالټ۔نسان چیئرمېن کارلوس ګھوسن سره خبرې اترې كولې ،چا چې د نړيوال اقتصادی فورم په موقع ډیووس كښې د?? سره ليدلې ؤ۔ وزیراعظم ووئيل رینالټ۔نسان پاکستان كښې دې د سرمایه کارۍ جاج واخلي ٬رینالټ، کِیا، هندائی او نورې د ??وټ??و جوړلو کمپنۍ د پاکستان مارکیټ ته ننوځي چرته چې ټویوټا، هنډا او سوزوکی وړاندې څخه كار كوي، رینالټ۔نسان دې پاکستان كښې د خپلې سرمایه کارۍ كولو جاج واخلي۔ په دې مهال کارلوس ګھوسن د وزیراعظم مننه كولو سره ووئيل رینالټ به خپل جدید مصنوعات او ټیکنالوجی پاکستان ته راوړي۔ ده ووئيل پاکستان د كال 3 لکھ ??وټ?? یونټس مارکیټ لرې چرته چې آټو موبائلز او آټو پارټس لپاره پراخه ګنجائش شته۔ په دې موقع د نېشنل هیلتھ سروسز دوهمه وزيره س??ئر?? افضل تارړ، د اطلاعات، خپرونو او قامی ورثې د??همه وزيره مریم اورنګزیب، د وزیراعظم خاص مرستيال علی جهانګیر صدیقی او سینئر چارواكي هم موجود ؤ۔