پېښور ۔16 دسمبر (اے پی پی) په پېښور چارسده روډ د ګاز سېلنډر چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې 11 تنه ژوبل شوي دي۔ د تفصيلاتو ترمخه د خالي په ورځ په پېښور چارسده روډ شېرو جنګے كښې په سي اېن جي سېټېشن كښې د ګاز سلېنډر زورورې چاؤدنې سره وچاؤدلو چې په نتيجه كښې ئې سي اېن جي ته قطار كښې ولاړو ګاډو كښې ناست كسانو كښې 11 تنه ژوبل ??ول او يو شمېر ګاډو ته زيان ورسېد۔ د سېلنډر چاؤدنې آواز تر لرې لرې واورېدلې شو۔ د پېښې په نتيجه كښې اور ولګېدو۔ د چاؤدنې څخ?? سمدستي وروستو رېسكيو عمله د پېښې ??ائې ته ورسېده او ژوبل كسان ئې روغتون ته ورسول او په اور ئې قابو وم??ندلو۔ چاؤدنه كښې ??وبل شويو كښې 23 كلن اسماعیل٬ 24 كلن ابراھیم٬ 30 كلن ګل ولي ٬ 15 كلن فاروق ٬ 19 كلن عبدالوهاب ٬ رحمت اﷲ ٬ نصیب اﷲ ٬ صالح محمد ٬ جمروز ٬ فريد الله او ابصار شامل دي