اسلام آباد ۔ 27 نومبر (اے پی پی) د پاك بحريه بېړۍ پي اېن اېس طارق د ګزمې په مهال په خلېج عدن كښې ګېره يمني كشتۍ ابدائيان په حفاظت سره غاړې ته رسولې ده ۔ په تحقيق معلومه شوې چې دا كشتۍ د روان كال نومبر مياشتې په 10 مه نېټه بوساسو(صوماليه) څخه د مهيانو وړولو په لړ كښې الملاكه (یمن) ته روانه وه او د سفر په مهال د پروپیلر ماتېدو په سوب ئې آپرېشنل صلاحيت ختم شو?? ؤ ??و تر لسو ورځو بې اوبو او بې خوراكه په سمندر كښې ولاړه وه۔ پی اېن اېس طارق د كشتۍ ع??لې ته خوراك او اوبه وركولو سره سره د سمندر په سختو حالاتو كښې آپرېشنز كښې دغه كشتۍ غاړې ته ورسوله دغسې چې د صومالي چارواكو لخوا د كشتۍ او د كشتۍ ع??لې مرسته وكړې شي۔ د كشتۍ مالك او عملې په دې مرسته كولو د پي اېن اېس طارق مننه وكړه۔ یمنی کوسټ ګارډ او د كشتۍ مالك هم د كشتۍ بچ كېدو په اړه خبر كړې شوې۔ دا خبره دې ښكاره وي پ??ك س??ندري ځواك د خپل فوري تګ راتګ ٬ رسنې ٬ ثابت قدمۍ او په ژورو اوبو كښې د انساني ځانونو بچ كولو عملياتو ډېر مهارت لري ۔دغسې پاك پوځ د امن او جنګ په زمانه كښې عسكري ٬ د څارنې ٬ سفارتي او د بشري خواخوږۍ عمليات كولو له د خپلو تياريانو اعلی معيار په ځائې ساتي