اسلام آباد 11 ن??مبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا صوبائي پرمختيائي وركنګ پارټۍ د 26 اربه روپو څخه د زيات لګښت د 17 پرمختيائي پروژو منظوري وركړه۔ د راډيو پاكستان له م??ې وركنګ پارټۍ د بېلا بېلو څانګو په 19 پروژو غور كړے او پكښې د 17 پروژو ئې منظوري وركړې۔ په دې څانګو كښې د بهبود ابادې٬ ټرانسپورټ٬ بلدياتي حكومت٬ لوبو٬پخوانو آث??رو او د بنيادي٬ ثانوي او د لوړو زدكړو څانګې شاملې دي۔