پېنډۍ 12 اکتوبر (اے پي پي) د پوځ ??رلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د امريكائي اولسمشر نائب مرستيالې ليزا كرټس په مشرۍ كښې امريكائي سفير ډېوډ هېل او سفير عيسٰي جي وېلز ا?? نورو چارواكو پشمول پلاوي د زيارت په ورځ ليدلي دي ۔د آئي آېس پي آر له مخې امريكائي پلاوي د پوځ ??رلښكر ته د ملاقات په مهال سوئيلي آ??يا لپاره د امريكې په حكمت عملۍ بريفنګ هم وركړو۔ په دې موقع د افغانست??ن پشمول د سيمه ايزې سلامتيا په وضعه ٬ منطقه كښې استحكام لپاره د پاكست??ن په كردار خبرې وشوې۔ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه امريكائي پلاوې منطقه كښې د امن او استحكام په اړه د پاكستان د تحفظاتو نه خبر كړو۔ جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل د ستونزو باوجود پاكستان منطقه كښې امن لپاره عزم لري٬ د پاكستان روښانه سباٶن او د اولس د خواهشاتو له مخې به هڅې روانې ساتلې شي۔ په دې موقع امريكائي پلاوي د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ ??و سر لښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د قربانيو ستائنه وكړه۔