اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې ما ته د پاكستان آئين استثنا راكوي خو زه دا استثنا اخستل نه غواړم، د پاكستان د آئين پابند يم، قرآن پاك د دې نه لوي آئين دے، كېسونه د اوږدې مودې نه چلېږي او ګو??هان په دې موده كښې انتقال شي، كاغذونه ورك شي او يادښتونه ختم شي، زه به ټولې عدليې ته هم خواست وكړم چې پرېكړې دې په وخت وشي. د جمعې په ورځ د ايوان صدر د پرېس ونګ لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي صدارتي استثنا نه اخستلو سره د ترهګرې د مخ نيوي په عدالت كښې وړاندے شو. د ترهګرې د مخ نيويي عدالت جج محمد علي وړائچ اورېدنه وكړه. صدر مملكت د كال 2016م د وسلې په كېس كښې په عدالت كښې حاضر شو. صدرمملكت صدارتي استثنا نه اخستلو سره په عدالت كښې د وړاندې كېدو خواست كړے و. د پارلماني چارو سلاكار ظهرالدين بابر اعوان د وكيل په توګه په عدالت كښې وړاندے شو. صدر مملكت بابر اعوان سره يو ځائ عدالت ته وړاندے شو. په دې موقع په خپلو خبرو كښې صدر مملكت ووئيل چې زه په پاكستان كښې يو نظير قائمول غواړم. زه صدارتي استثنا ختمول غواړم ځكه عدالت ته وړاندے شوم. ده ووئيل چې زه غواړم چې په پاكستان كښې د ټولو عدالتونو احترام وشي ، تر څو چې مالدار او غريب ټول برابر نه وي، انصاف به ونه شي. ده ووئيل چې دلته مقدمې تر نسلونو روانې وي، كېسونه د اوږدې مودې نه روان وي، په دې موده كښې ګو??هان مړه شي، كاغذات ورك شي او يادښتونه ختم شي. ما د اس??ام?? تاريخ لوستلو هڅه كړې، چې څومره خلفا راغلي، هغوي ډېر په عزت سره په عدالتونو كښې وړاندې شوي دي، د استثنا ځ??ئ نشته، د آئين پاكستان پابند يم، قرآن پاك د دې نه لوي آئين دے. ما ته د پاكستان آئين استثنا راكوي خو زه دا اخستل نه غواړم. ده ووئيل چې په كال 2016م كښې په ده تور لګول شوے و، د دې عدالت څخه مو ضمانت هم ترلاسه كړے و. صدر مملكت خپل ګاډې په خپله چلولو سره د عدالت نه بېرته روان شو. د صدر د راتللو نه وړاندې كوم اضافي امنيت ، نفر?? نه وه په ځائ كړې شوې او نه كوم روټ لګول شوے و.