اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د وزیراعظم د قامي سلامتیا سلاحكار ډاكتر معید یوسف وئيلي دي چې پاکس??ان میچور ریاست دې او امن زمونږ وړومبې مقصد دې،د هند پشمول ټولو ګاونډيانو سره ښه اړيكې غواړو ، روس او نړغ ته مو وئيلي چې پاکس??ان به د كوم زیروسم پالیسۍ برخه نه ګرځي ، نړۍ ته ښكاري چې د پاکس??ان څه اهمیت دې او د وزیراعظم عمران خان د روس دوره د پاکس??ان د اهمیت ثبوت دې۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل نړۍ د يو بل سرد جنګ متحمل كيدې نشي،دا مهال بايد پرمختللي هېوادونه زياته مرسته وكړي ،كله چې څه تنائو راځي نو پرمختګ كونكې هېوادونو زيان كېږي ، پاکس??ان د کیمپ سیاست په ضد دې ، پاکس??ان بيا بيا وئيلي چې نړۍ له په ګډه مخ په وړاندې تللو ته اړتيا ده،غواړو چې نړۍ د پاکس??ان جیواکنامك لوکیش استعمال کړي۔ډاكټر معید یوسف ووئيل د وزیراعظم عمران خان د روس دوره وړاندې څخه ترسره شوې وه ، د كوم بلاك برخه نه ګرځو ، وزیراعظم د روس دورې نوعیت دوه اړخيزه دې، د چين دورې په مهال هم اقتصادی او د کنکټیویټي خبره شوې ، روس سره به هم په د غه چارو خبره كېږي، پاکس??ان د روس سره تجارت کم دې ،په دې اړه به هم خبره كېږي۔ده ووئيل د وزیراعظم عمران خان دورہ نه يواځې پاکس??ان بلکه د روس لپاره هم مهمه ده، پاکس??ان عمر له د شخړو د پوځي حل په ضد ؤ ، وزیراعظم عمران خان عمر له وئيلي چې د افغانس??ان مسئله كوم پوځي حل نه لري،مونږ د خبرو اترو د لارې د مسئلو په حل كولو ب??ور لرو۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاکس??ان نړۍ سره تلل غواړي او مونږ عمر له په ګډه كار كولو په حاجت زور راوړې،د هند منفی رویه نړۍ ته په ډاګه شوې او هم دغه وجه ده چې د هغوې موقف ته ماتې شوې،د مودی حکوم?? جارحانه پالیسو په سوب هند پخپله د تباهۍ پلو بوتللې دې۔ده ووئيل كوم هم هېواد چې د كشمير مسئېل د حل كولو خبره كوي پاکس??ان به ئې هركلې كوي ۔ ډاكټر معید یوسف ووئيل پاکس??ان د اقتصادی او معاشی ګټو ترلاسه كولو لپاره د افغانس??ان د لارې د اسياﺀ ، مينځني او ختيز او تر اروپا راهداري غواړي،دې سره به نه يواځې پاکس??ان بلکه ټولو هېوادونو ته ګټه وشي۔