اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي پاکستان سعودي عرب سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ د دواړو هېوادونو تر??ېنځه اړيكې په شريك باور او د اسلامي ورورولۍ په بنياد قائم دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د سعودي خپل همڅنګ پرنس عبدالعزيز بن سعود بن نائف سره په خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ خَپل پلاوي سره دوي سره ملاقات كولو ۔ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د سعودي داخله وزير خپل پلاوي سره داخله وزارت دوره كړې او هلته ئې داخله وزير داخله شېخ رشيد احمد او د وزارت لوړ پورو سره ملاقات كړے۔ په ملاقات كښې د سيمه ايز امنيتي صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو د داخله چارو وزارتونو تر??ېنځه د روابطو په لا قوي كولو زور رواړلے شوے او د وزارت لخوا په جاري اع??اميه كښې وئيلي شوي چې د سکيورټي چيلنجز پشمول د نورو م??ئلو م??نيوي لپاره د دواړو وزارتونو تر??ېنځه ښه روابط ضروري دي۔ په دې موقع شېخ رشيد احمد ووئيل په سعودي عرب كښې كار كوٶنكي 20 لكه پاكستانيان زمونږ قېمتي اثاثه دي٬ د دوي په ښه پالنه د سعودي واكمنو مننه كوٶ۔ د سعودي داخله وزير ووئيل د پاكستان او سعودي تر??ېنځه اړيكې په شريك باور او په اسلامي ورورولۍ آډانه دي۔ دسعودي داخله وزير پرنس عبدالعزيز بن سعود بن نائف سره د اع??ٰې كچ اووه كسيز پلاوې هم پاكستان ته راغلے۔ د سعودي داخله وزير د پاكستان خپل همڅنګ شېخ رشيد احمد په خاص بلنه په يوه ورځنۍ دوره پاكستان ته راغللے۔ په دې موقع احتساب لپاره د وزيراعطم خاص صلاحكار بريګيډيئر (ر) مصدق عباسي او د داخله سېكرټري يو??ف نسيم کھوکھر پشمول نور چارواكي هم موجود وو