لاهور 03 فروري (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د پاكستان سباؤن روښانه دے٬د قام تعمير لپاره به د ټولنې ټولو وګړو له كردار ترسره كول وي٬په نړۍ كښې د موجودو ناروغيو معالج پاكستان دے٬د هند موجوده حالاتو د نظريه پاكستان يا د دوه قامي نظريې حقانيت ثابت كړے٬د اطمينان خبره دا ده چې د پاكستان د منزل بيا تعين شوے٬مونږ له به خپل نن پېژندل وي او د سبا چمتوالے به نيول وي۔په پاكستان هائبرډ وار مسلط دے او د دې ټارګټ انساني ذهنونه دي٬نن نړۍ په تندۍ سره بدلېږي او مونږ له ??ه هم د دغه رفتار سره مخ په وړاندې تلل وي۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د زيارت په ورځ په ايوان كاركنان تحريك پاكستان لاهور كښې د تحريك پاكستان د كاركنانو د خذمات اعتراف لپاره 28مې كلنې عطائے ګولډ مېډل دستورې ته خطاب كښې وكړه۔د دستورې اهتمام تحريك پاكستان وركرز ټرسټ د نظريه پاكستان ټرسټ په اشتراك سره كړے ؤ ۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل دا زما خوش قسمتي ده چې ما د تحريك پاكستان كاركنانو د خذمت په اعتراف كښې هغوي له يا د هغوي بچو له ګولډ مېډل وركړل٬نن مونږ د هغه كاركنانو د هلو ځلو په سوب په آزادۍ سره ژوند كوو ٬ ده ووئېل د نظريه پاكستان ټرسټ او تحريك پاكستان وركرز ټرسټ هلې ځلې د ستائنې وړ دي٬ تاسو هر كال دا دستوره كوي او دا ياد راتازه كوي چې پاكستان ي?? لويېنعمت دے بايد مونږ د دې قدر وكړو۔ده ووئيل د تحريك پاكستان كاركنان او دا اداره زمونږ تاريخ مخ په وړاندې بوځي٬بايد مونږ خپل تاريخ محفوظ اوساتو٬پاكستان به ډېر زر په نړۍ كښې يو ښه مقام ترلاسه كړي او د هغې آثار په نظر راتلل پېل شوي۔ده ووئيل د كشمير مسئله دې وكتلې شي ټوله نړۍ په دې غلې ده٬د علامه اقبال فكر او قائداعظم په سياسي هلو ځلو دا هېواد جوړ شوے٬په نړۍ كښې د موجوده ناروغيو معالج پاكستان دے۔په دستوره كښې چې كومو كارمندانو له ګولډ مېډل وركړے شوي په هغې كښې میر خلیل الرحمن’ پروفیسر ډاكټر منیر الدین چغتائي’ ارشاد احمد حقانی’; ملک غلام قادر’ هدایت اللہ صوفی’ چوهدری محمد اویس’ سید محمد وجیهه السیما عرفانی’ حضرت خواجه محمد یار فریدی’ ډاكټر فرید الدین قادری’ سید نادر علی شاہ ګېلاني ‘ عبدالغفور جانباز’ میاں محمد یوسف’ مرزا شجاع الدین بیګ ‘ مرزا شجاع الدین بیګ’ مولانا ظهور احمد بګوی’ سید قاسم محمود ‘ محمد عثمان بټ’ محمد الیاس لودھي ‘ شیخ محمد اقبال’ شیخ فضل الدین ‘ الحاج ملک محمد انور خاں ‘ میاں عبدالوهاب’ چوھدری غلام حسین تھاړیه’ مولانا محمداعظم حنفی’ سید خالد حسین شاہ’ ضمیر احمد قریشی ‘ پیر سید بشیر احمد خورشید سوھدروی’ ډاكټر احمد یار خان قیصرانی’ ډاكټر احمد یار خان قیصرانی’ فتح محمد خان’ رانا عبدالشکور خان ‘; ملک غلام احمد ‘ حمید اللہ خان’ نذیر اللہ خان’ سید جنید شاہ ‘ کاچو امیر بیګ’ صوبیدار سیف اللہ ‘ لال سیف اللہ جان ‘ مولانا نور شاہ دین’ قاضی صاحب نظام’ سالار رحمت الدین ‘ ګلستان محمد خان ‘ مولانا صاحب الزمان’ سید جلال شاہ’ اوصوفی منظور احمد ص??بري شامل وو