لاهور 03 فروري (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي ورچ??ئل پوهنتون ډيجيټل ??اك??تان جوړولو كښې مهم كردار ترسره كوي٬بايد مونږ آئي ټي او د آرټيفيشل انټيليجنس بنيادي تعليم ته پام لرنه وكړو٬ځوانانو له سائبر سېكورټي ټريننګ وركول د وخ?? حاجت دے٬سائبر سېكورټي په سباؤن كښې مهمه ده او دې سره پيوست ټولې څانګې زيات پوټينشل لري٬وخت چې څومره هم په تندۍ سره بدلېږي٬مونږ له به هغې سره تلل وي او سباؤن لپاره به ځان چمتو كول وي۔دا مهال 9 فيصده زده كوونكي په ګريجوېشن كښې داخله اخلي٬دا ډېره كمه شرح ده٬دې شرحې زياتولو له به اقدامات كول وي۔ده د زيارت په ورځ ورچ??ئل پوهنتون ??و په هغې كښې د اېل اېم اېس منيجمنټ٬آئي سي ټي انفراسټركچر او پروډكشن هاؤس لپاره د جديدو آسانيو وركولو نه ??س د فيكلټي غړو او زده كوونكو ته خطاب كولو۔د ورچ??ئل پوهنتون ??يكټر پروفيسر ډاكټر سليم بهټي هم په دې موقع موجود ؤ ۔د ورچ??ئل پوهنتون ??يكټر صدر مملكت له تفصيلي بريفنګ وركړو۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل نوي ??اك??تان كښې د ورچ??ئل پوهنتون په طرز تعليمي سسټم ليدل غواړو۔په يو كال كښې يوازې 27 زره آئي ټي ګريجوېټ پېدا كېږي دغسې په هند كښې 8 لكه ګريجوېټ پېدا كېږي٬ ده ووئېل مونږ ګڼ شمېر ځوانان لرو د كومو چې دې پلو راوستلو ته اړتيا ده۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل دا وفاقي تعليمي اداره د ??اك??تان لرې پرتو سيمو كښې معياري تعليم وركولو لپاره جوړه شوې وه٬اوس ډيجيټل ??اك??تان له عملي شكل وركولو كښې كردار ترسره كوي۔دا خبره دې ياده وي چې د كووېډ 19 په مهال كله چې د ??اك??تان ټول پوهنتونونه ستونزو سره مخ شوي وو نو ورچ??ئل پوهنتون ??ېر د كوم خڼد نه خپل تعليمي نظام روان ساتلے ۔د دې څخه وړاندې صدر ته په بريفنګ كښې ووئيل شول ورچ??ئل پوهنتون ??ا وخت د ??اك??تان 120 څخه زياتو ښارونو كښې شته او په دې كښې 1 لك 25 زره څخه زيات فعاله زده كوونكي موجود دي او د نړۍ د 62 هېوادونو څخه 1860 غېر ملكي هم شته ۔د دې څخه وړاندې صدر د پوهنتون ?? ټي وي نېټ ورك او ډېټا سنټر پشمول د بېلو څانګو دوره وكړه۔