اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) پاکستان كال 2022 لپاره د ګروپ آف 77 او د چائنا ګروپ مشري پغاړه اخستې ۔ خا??جه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي د جمعې په ورځ د ورچوئل فارمېټ د لارې د چيئرمېن چوكۍ پحقله د شوې دستورې مشري كړې، چې پكښې موده ترسره كونكي د چيئرد (ريپبلك آف ګني خا??جه وزير)، د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر هم ګډون كړې۔ د خا??جه دفتر وياند له مخې خا??جه وزېر په دې موقع خپلې وېنا كښې د ملګرو ملتونو او په نړيواله كچه د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو اقتصادي او سماجي مقاصد مخ په وراندې بوتللو لپاره د G-77 د مهم كردار ستائنه وكړه۔ خا??جه وزير د ايکويټي او مساوات په حالاتو كښې خوشحالۍ ته وده وركولو لپاره د G-77 په اجتماعي هلو ځلو كښې همغږي او اتحاد په ځاے ساتلو هم زور رواړو۔ خا??جه وزير ووئيل د G-77 د مشر په توګه پا??ستان به پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ته د رامخئ ته يو شمېر چلنجونو موثره او كوټلي حل لپاره غړو هېوادونو سره په ګډه كار كوي او دې سره سره به مرستې ته هم وده وركوي٬ په كال 1964 كښې جوړ G-77 په ملګرو ملتونو كښې د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو د حكومتونو ترمېنځه لوي ګروپ دے چې پكښې 134 هېوادونه شا??ل دي