اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د اقتصادي چارو وفاقي وزير عمر ايوب خان په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د اعلٰی كچ غونډه وشوه۔ غونډه كښې پ?? تجارت٬اقتصادي٬سائنسي او په تكنيكي مرسته پاكستان د روسيې د بين الحكومتونو كمېشن د راتلونكې غونډې پ?? ايجنډا غور كړے۔د پاك روس آئي جي سي 7مه غونډه به د 24 نه تر 26 نومبر كال 2021 د روسيې پ?? يكاترنبرګ كښې كېږي۔د اقتصادي چارو وفاقي وزير عمر ايوب خان او د روسيې د توان وزير مسټر نكولے شولګينوف به د فېډرېشن بين الحكومتونو كمېشن شريك چيئرمېن وي۔په غونډه كښې به د خارجه وزارت٬?? تجارت وزارت٬د توان وزارت٬د انفارمېشن ټېكنالوجي او ټېلي كميونيكېشن وزارت٬د نېشنل فوډ سېكورټي اينډ ريسرچ او د نورو اړوندو محكمو استازي ګډون كوي۔وفاقي وزير په دس??بر 2019 كښې پ?? اسلام آباد كښې د شوي 6مې آئي جي سي غونډې پ?? پريكړو د پېشرفت جاج واخست۔د اقتصادي چارو وفاقي وزير د روسيې فېډرېشن سره په دوه اړخيزه اړيكو زياتولو هم زور راوړو ځكه چې پ?? دواړو هېوادونو كښې پ?? بېلو څانګو كښې د شريكې مرستې پراخه امكانات موجود دي۔ګډون كوونكو ?? تجارت٬كسټم٬توان٬ صنعت٬كركيلې٬تعليم٬سائنس او ټېكنالوجي٬ټرانسپورټ او انفارمېشن اينډ كميونيكېشن ټېكنالوجي پشمول د روسيې سره د مرستې لپاره په بېلو تجويزونو غور وكړو۔وفاقي وزير ووئيل دوه اړخيزه اړيكو په خاص توګه تجارت او سرمايه كارۍ په زياتوالو كښې د نجي څانكې كردار څرګند دے