اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان معاشي ډلې ته امر كړې دې چې عام وګړي ته ريليف وركولو له دې هر ډول اقدا??ات باوري كړې شي?? معاشي پرمختګ لپاره د اهم مېكرو اكنامك اشاريو استحكام ته بشپړه پام ګرځولې شوې دې۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم عمران خا?? په مشرۍ كښې د هېواد د مجموعي معاشي وضعې جاج اخستو لپاره غونډه وشوه كومه كښې چې وفاقي وزيرانو عمر ايوب خان، محمد حماد اظهر، مخدوم خسرو بختيار، چوهدري فواد حسېن، سيد فخر امام، اسد عمر ٬ خصوصي سلاحكارو عبدالرزاق داٶد، شوکت فياض ترين، ډاکټر شهباز ګل، د مركزي بانك ګورنر ډاکټر رضا باقر او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ته د معاشي ډلې لخوا په نړيواله منډۍ كښې د ګرانۍ او د پټروليم زياتې شوې بيعې او د هېواد مجموعي اقتصادي وضعې په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم عمران خا?? په دې موقع ووئيل چې حك??مت د كورو??ا وباء مخنيوي لپاره مثالي اقدا??ات كړي دي٬ د كورو??ا وائرس وباء او په نړيوال ماركيټ كښې د خوراكي توكو او د پټروليم مصنوعاتو بيعه په تندۍ سره د زياتېدو باوجود حکومت بيعه ټيټه ساتلو لپاره اقدا??ات كوي۔ وزيراعظم ووئيل معاشي پرمختګ لپاره د اهم مېكرو اكنامك اشاريو استحكام ته بشپړه پام ګرځولې شوې دې۔ ده معاشي ډلې ته امر وكړو چې عام وګړي ته ريليف وركولو له دې هر ډول اقدا??ات باوري كړې شي