اسلام آباد18 اکتوبر(اے پی پی)د منصوبه بن??ۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر وئېلي دي حكومت عام وګړي ته رېليف وركولو لپاره ټارګټډ سبسډۍ وركول غواړي ٬په ګرانۍ كښې اوسنے زياتوالے د پاكستان نه بلكې نړيواله مسئله ده٬په نړ?? كښې د پیټروليم مصنوعات بيعه او ګراني د پاكستان نه هم زياته ده۔د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل په ټوله نړ?? كښې د ګرانۍ خبره كېږي٬په ټوله نړ?? كښې د خوراك او څښاك څيزونو په بيعو كښې زياتوالے راغلے ٬ګراني ولې شوه٬تېر كال د غېر معمولي آفت سره مخ شو۔نړۍ ناڅاپي بن??ه شوه٬د څيزونو رسنه زياته وه او استعمال يې كم شو خو مونږ داسې تګلارخه جوړه كړه د كومې چې نړ?? ستائنه وكړه۔ده ووئيل مونږ د سمارټ لاك ډاؤن پالېسي خپله كړه٬مونږ مكمل بن??ېز ونه لګولو۔ده ووئيل په نړ?? كښې سخت بن??ېزونه ولګېدل٬اروپائي ائتلاف هند٬چين او نور هېوادونه ډېر وځپلے شول كله چې په نړ?? كښې حالات معمول ته راغلل نو د خوراك او څښاك څيزونو طلب زيات شو او څيزونه كم شول۔وفاقي وزير ووئيل په ګرانۍ قابو موندلو لپاره ګڼ شمېر اقدامات شوي۔ده ووئيل په راتلونكو يو څو ورځو كښې به د ټارګټډ سبسډ?? تفصيلات مخې ته راشي٬په دې لړ كښې كار بشپړ شوے ۔ډېر زر به وزيراعظم په دې خبرې وكړي او د نومبر تر آخر به رېليف وركړے شي