اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او د مېنځني ختيځ چارو خاص مرستيال او د پاكستان علماﺀ كونسل چ??ئر??ېن حافظ محمد طاهر محمود ا??رفي وئيلي دي په اسلام كښې په جبر د واده يا د مذهب بدلولو كوم تصور نشته، د حضور اكرم صلی الله عليه وآله وسلم نړۍ ته د راتګ په مقاصدو كښې يو مقصد مېرمنو ته عزت وركول دي، رسول كريم صلی الله عليه وآله وسلم چې اقليتونو ته كوم حقونه وركړي هغه نړۍ لپاره د لارې مشالونه دي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د سريت طبيه په رڼا كښې د اقليتونو او مېرمنو د حقونو په عنوان سېمينار ته په خپله وېنا كښې وكړې. سېمينار د مذهبي چارو وزارت، د پاكستان علماﺀ كونسل او د انټرفېتھ هارمني كونسل په شركت راجوړ شوے ؤ. حافظ محمد طاهر محمود ا??رفي ووئيل اسلام د امن، سلامتيا، محبت او روادراې دين دے. د پاكستان په آئين او قانون كښې ټولو اقليتونو ته تحفظ وركړے شوے، په تعليمي ادارو كښې اقليتونه د خپلو مذهبي كتابونو لوستلو بشپړه آزادي لري. ده ووئيل ام المومنين حضرت خديجه ﴿رض﴾ تر ټولو وړاندې اسلام قبول كړے ؤ بلكې د ا??لام د حقانيت ګواهي ئې هم وركړې وه. بايد مونږ په خپل سوچ د ا??لام مهر ونه لګوو، په اسلام كښې د جي??كو په تعليم كوم بندېز نشته. ده ووئيل د پاكستان جوړېدو لپاره پرېكنده ووټونه د اقليتونو وو. ده ووئيل په سندھ كښې په جبر د مذهب بدلولو په شا وډېره دے. دې سره د ا??لام هېڅ تعلق نشته. اسلام د دې څخه بري دے. ده ووئيل د رحمت اللعالمين صلی الله عليه وسلم اتهارټۍ جوړولو مقصد په ځوانانو او ټوله نړۍ كښې سيرت نبوي﴿ص﴾ عام كول دي. سېمينار ته د ا??لامي نظرياتي كونسل چ??ئر??ېن ډاكټر قبله اياز او نورو هم وېنا وكړه. دغسې په سېمينار كښې د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو هم ګډون كولو.