اسلام آباد۔10اکتوبر (اے پی پی) له فغانستان څخه وتلي ??فغ??ن وګړي امريكا او نور لوئيديزو هېوادونو كښې غېر يقيني صورتحال سره مخ دي٬ ولې چې د دوئي په كوربنو هېوادونو كښې د سياسي چالونو چلېدو له امله دوئي سره خواخوږۍ كمې شوي دي ۔ بېلو نوموړو ليكوالو ٬ څېړونكو او تجزيه كارو وئيلي دي چې دا كډوال اوس غېر يقيني صورتحال سره مخ دي ولې چې زياتره هېوادونه دوئي سره د كړې لوظونو لمخې دوئي ته سياسي پناه او نورې آسانۍ وركولو څخه ډډه كوي د كومو چې هغوي د نړيوال قانون لمخې حقدار دي۔ د برطانوي ورځپاڼې دي ګارډين رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې كوم ??فغ??ن وګړي د طالبانو اقتدار كښې راتللو نه وروسته ??فغ??نستان نه په تېښته برطانيې ته رسېدلي دي هغوي د برطانوی حکومت د??فغ??ن ری سېټلمنټ پروګرام او آپرېشن وارم وېلکم كاميابۍ په اړه د شك او شبې څرګندونه كوي او برطانوي حكومت څخه غوښتنه كوي چې هغوي ??فغ??نستان ته بېرته ولېږي۔ برطانوی وزیراعظم بورس جانسن د دې پروګرام پرانسته په 29 اګست كړی وه٬ دغسې چې كوم ??فغ??نمان برطانيه ته رارسي هغوي دې كار ولټوي٬ زده كړې دې ترلاسه كړي او خپلو كميونټيز سره دې يو ځائې شي۔ بياهم د استوګنې په پراخه كچه د كمي مطلب دا دے چې په هوټلو كښې د 7 زره ??فغ??ن وګړو لپاره د عارضي استوګنې امر شوے دے۔ يو 67 كلن وګړي ووئيل چې ماته د هوټل د دې كمرې نه وتل راپغاړه دي۔ د هېلن بامبر فاؤنډېشن نوموړي ??اك??ر جل او ليئر ووئيل صورتحال ډېر پېچلې دې او پرېشانه كوؤنكې دې۔ د ??فغ??ن كډوالو په اړه هالېنډ كښې مېشته محقق نصرت سيد وئيلي چې اروپائي هېوادونه اوس هغه ??فغ??ن وګړو ته سياسي پناه وركولو كښې تذبذب سره مخ دي د كومو په هېواد كښې پاتې كېدو سره چې هغوي په سېكورټي كښې د اربونو روپو سرمايه كاري كړې وه۔ يو بل ليكوال وئيلي چې امريكا كښی چرته چې هيله وه چې د زرګونو په شمېر ??فغ??نان به آباد كړې شي ٬ سياسي شخصيات د نوې كډوالو مسئله د يو بل په ضد د سياسي وسلې په توګه كاروي