فېصل آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې حكومت د اولس د ستونزو نه خبر دے، ګراني كمولو لپاره شپه ورځ اقدامات كولې شي، پ?? راتلونكو دوه كلونو كښې اولس ته زيات ريليف وركول د حكومت وړومبې ترجيح ده. د خالي په شپه په فېصل آباد ??اډ?? سټي كښې د پي ټي آئي وركرز كنونشن ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې نواز شريف او زرداري قومي مجرمان دي كومو چې په خپل اقتدار كښې په 30 كلونو كښې كوم نوے بند جوړ نه كړو ، د دې په ضد ئې د بر??ښنا ګرانې سوداګانې وكړې او اولس ئې په دائمي توګه په عذاب كښې واچولو. ده ووئيل چې مونږ د د??ام??بهاشا او داسو بند پشمول د 10 زره مېګاو??ټ ارزانې بر??ښنا په پروژو كار كوو. دې سره به خلق ريليف ترلاسه كړي. ده ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف ځوانان زمونږ اثاثه ده، نن ګڼ شمېر ځوانانو په كنونشن كښې ګډون كولو سره ثابته كړې ده دوي وزيراعظم عمران خان سره ولاړ دي.