اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) افغانستان څخه د امریکې عسكرو وتلو او د ??ال??انو د اقتدار په سنبھالولو د وزیراعظم عمران خان د افغانستان په اړه پخوانے موقف درست ثابت شوے۔دا خبره د برتانيې نوموړې ورځپنې فنانشنل ټائمز د زيارت په ورځ يو مضمون كښې كړي ۔ د ورځپاڼې له مخې وزیراعظم عمران خان د څو كلونو راهسې په افغانستان كښې د امریکې په جارحیت تنقید کولو او پخواني امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ د اړخه ??ال??انو سره د انخلاء په لوظنامه لاس ليك څخه ډير وړاندې عمران خان د امن په خبرو اترو زور راوړے ؤ۔ هغه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او 2001ء راهسې افغانستان كښې د مداخلت پرله پسې مخالفت کړے او دا ئې موقف لرلو چې په دې جنګ كښې د ??اک??تان شمولیت يوه لويه تېروتنه وه چې په نتيجه كښې ئې ??اک??تان ته د 70 زره نه زيات ځاني زيان رسېدلے ۔ 2013ء كښې د ??اک??تان تحریك انصاف چیئرمېن په حیث عمران خان په ??اک??تان كښې د امریکې ډرون بريدونو نه پس د ناټو سپلائی لائن بندولو دهړكه وركړې وه۔د هغه په دې موقف د هغه مخالفینو هم تنقید کړے ؤ خو هغه په خپل موقف ولاړ ؤ۔ ورځپاڼې د وزیراعظم عمران خان حکومت د اړخه د ??اک??تان روایتی حریف هند په مقابل كښې د کورونا وائرس مخنيوي تګلاره هم ستائلي ۔ ورځپاڼې ليكلي چې ??اک??تان كښې د کورونا له امله شوي مرګونه د هند په مقابل كښې كم دي۔د ورځپاڼي له مخې وزیراعظم عمران خان په 1970 كښې د ذوالفقار علی بھټو نه پس خپله موده پوره كونكے وړومبے وزيراعظم جوړېدونكے دے او بيا هم ټاكلے كيدے شي۔ورځپاڼې ليكلي دي چې افغانستان څخه د امریکې وتلو نه پس د سوئيلي اسياﺀ بدل شوي جیو پولیټیکل صورتحال په تناظر كښې وزیراعظم عمران خان خپل هېواد مخ په وړاندې روان كړے او ??اک??تان د نړۍ لويو طاقتونو لپاره سيمه كښې د تزویراتی پل په توګه رامخې ته كيږي۔ په 24 ستمبر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته جارحانه خطاب کښې وزیراعظم عمران خان افغانستان كښې د خپلو ناكامو ذمه وار ??اک??تان ګرځولو په بابله په امريكا ټكونه كړي۔ ده ووئيل كه نړيواله ورورولي ??ال??انو لپاره مراعات وركړي او هغوي سره خبرې اترې وكړي نو دا به ټولو لپاره ښه وي۔ ورځپاڼي ليكلي چې د ګیلپ ??اک??تان اوسنۍ سروے له مخې وزيراعظم عمران خان ته په 2018ء كښې په اقتدار كښې د راتللو نه پس د 48 فیصده اولس تائید ترلاسه دے او 10 كښې 7 ??اک??تانیانو وئيلي دي چې وزیراعظم عمران خان به تر 2023ء د خپل حکومت 5 كاله بشپړ كړي۔د ګيلپ ??اک??تان ایګزیکټو ډائریکټر بلال ګیلانی رائے لري چې وزیراعظم عمران خان او د ??اک??تان پوځ په يو پیج دي، وزیراعظم عمران خان په خپلو پريكړو كلك ولاړ دے، د کورونا وائرس په مهال سخت لاك ډاؤن نه لګول او غريب اولس بچ كول د هغه پالیسي نه يواځي د هېواد معیشت لپاره ښه ثابت شوې بلكه اولس هم خوښه كړې۔ يو حکومتی مشیر وئيلي چې كله د دې وباﺀ په مهال د ټولي ??ړۍ كاروبار بند ؤ نو وزیراعظم عمران خان د داسې كولو څخه انكار وكړو او په خپله پريكړه كلك ولاړ ؤ،مونږ دا اندېښنه لرله چې دا پريكړه به د پاكستان لپاره د زيان وړ وي خو وزیراعظم عمران خان ثابته كړه چې مونږ غلط وؤ۔ ورځپاڼې ليكلي چې د وزیراعظم عمران خان حکومت د اړخه د معیشت بحالۍ لپاره معارفي كړو پالیسیو سره به د ??اک??تان معیشت 2022ء كښې د 4 فیصده شرح په حساب پرمختګ وكړي۔