لاهور۔5ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو فاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي اپوزيشن ټوټه ټوټه شوے ، د اپوزيشن لخوا په کومه مسئله جدي وړاندیزونه نه رامخې ته كېږي۔ مسلم لیګ (نون) كښې هره ورځ ټاس كېږ?? چې نن به د ګوند مشري څوك كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د اتوار په ورځ ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ هڅه ده چې حكومت اپوزيشن سره رابطې جوړې كړي او خبره وكړي۔ هغه ووئيل مونږ اپوزيشن ته په انتخابي اصلاحاتو د خبرو كولو بلنه وركولو سره وئيلي د الېكټرانك مشينونو په كارولو خبره كولو له كمېټۍ كښې نامې راكړۍ لېكن درې مياشتې وشوې د اپوزيشن لخوا كومه نامه سپيكر ته ترلاسه نه شوه۔ هغه ووئيل په مسلم ??يګ نون كښې ټاس كېږ?? چې مشري به څوك كوي۔ يوه اونۍ مشري شهباز شريف كوي ٬ بله مريم بي بي او بيا ټاس كېږ?? چې شاهد خاقان عباسي مشري وكړي او بيا دا وئيلي ش?? چې نواز شريف به مشري كوي۔ په حقيقت كښې د مسلم ??يګ نون دننه جګړا او فساد روان دے۔ وفاقي وزير ووئيل د پي ډي اېم اتحاد وړاندے ??ات شوے دے۔ د اپوزيشن لخوا كومه جدي خبره نه رامخې ته كېږي۔ كه انتخابي اصلاحات دي يا كومه قانون سازي وي٬ د اپوزيشن لخوا كومه جدي خبره نه كېږي ولې بيا هم مونږ به سترګې په لاره يؤ۔