اسلام آباد 19 اګست (اے پی پی) وزيرا??ظم عمران خان به ﴿نن﴾ د جمعې په ورځ د ” احساس چې څوك وږې اوده نه شي” پروګرام ?? پراختيا اعلان كوي. وزيرا??ظم عمران خان به په ملتان، ګجرانواله او ??اهور كښې هم په ورځني اجرت كار كوونكو لپاره د خوراك د څلور ټركونو پرانسته كوي. د وزيرا??ظم خاص مرستياله ډاكټر ثانيه نشتر او د پاكستان بيت المال اېم ډي ملك ظهير عباس كهوكهر به وزيرا??ظم ته ?? پروګرام ?? پراختيا په اړه بريفنګ وركوي. د احساس پروګرام له مخې په پنځه ښارونو كښې د 12 ټركونو د لارې مستحقينو ته د دوه وخت ډوډې وركولې شي. پروګرام به اوس ن??رو اوو ښارونو ته رسولې شي چې پكښې ملتان، ګوجرانواله او ??اهور هم شامل دي. د څلورو نورو ټركونو سره به په پ??وژه كښې د شاملو ټركونو شمېره 16 ته ورسي. د ذريعو له مخې پروګرام به د روان كال د اكتوبر تر مياشت په څلورو واړو صوبو، آزاد كشميړ او ګلګت بلتستان كښې هم پېل كولې شي او د خوراك رسوونكو ګاډو شمېره به 40 ته رسولې شي