اسلام آباد11اګست (اے پي پي) د عراق خارجه وزير فواد حسېن وئيلي دي عراق پاکستان سره تجارت او بېلا بېلو څانګو كښې مرسته زياتول غواړي٬ ځېنې هېوادونه په منطقه كښې اړے ګړے خو مونږ په خبرو ات??وب??ور لرو٬ د افغانستان په وضعه اندېښنه لرو٬ پاكستان د افغان روغې جوړې په ??مل كښې مهم كردار لوبولے۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ په ??ارجه وزارت كښې د پلاويو په كچه د خبرو نه پس د پاكستان خپل همڅنګ شاه محمود قرېشي سره د ګډې خبرې كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړې ۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي په ??ې موقع ووئيل د پاکستان او عراق ترمېنځه د ورورلۍ ښې اړيكې قائم دي كومې چې د مشتركه عقيدې ٬ كلتور او تاريخ په مستحكموبنيادونو آډانه دي۔ ده ووئيل عراق هم ستونزو سره مخ دے خو زمونږ منطقه هم د سخت سيمه ايز صورتحال څخه تېرېږي۔ ده ووئيل د پلاويو په كچه د خبرو په مهال د دوه اړخيزه اړيكو پشمول تجارت،توان،مذهبي سېلګرۍ٬ دفاع،تعليم،انساني وسائل او د انفراسټرکچرډويلپمنټ منصوبو په ??ړه دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو په چارو بحث شوے۔شاه محمود قرېشي ووئيل د عراق پلاوي ته د معيشت، د افغانستان په وضعه او د روغې جوړې په ??مل كښې د پاکستان په کردار او په مقبوضه جمو و کشمير كښې د بشري حقونو په ??ورتحال او د رياستي ترهګرۍ په ??ړه بريفنګ وركړے شو۔ د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل مونږ د افغان امن عمل بشپړ ملاتړ كوٶ٬ پاکستان د دوحه مذاکرات او بين الافغان خبرو اترو كښې مهم كردار لوبولے۔ ده ووئيل د ځينې چارواكو لخوا د منفي بيانونو باوجود به پاکستان د روغې جوړې عمل كښې د سهولت كارۍ كردار روان ساتي۔ ده ووئيل د منفي بياناتو مقصد د افغانستان د كورنۍ معاملو نه پام اخوا كول دي٬ مونږ به امن ٬ استح??ام او سيمه ايزو رابطو لپاره خپل كردار دوامداره ساتو٬ ځكه چې جيو اقتصادي صورتحال د امن او استح??ام متقاضي دے۔ د عراق خارجه وزير فواد حسېن ووئيل مونږ د افغاستان په وضعه اندېښنه لرو٬ د افغان شخړې حل د ټولو ډلو ترمېنځه د امن خبرو اترو د لارې ممكن دے٬ سوله ايز افغانستان د ټولو هېوادونو په ګټه دے۔ ده ووئيل د افغان روغې جوړې په ??مل كښې د پاكستان كردار تعميري دے۔ د پاكسان زائرينو لپاره په ويزه كښې د نرمۍ پحقله د عراق خارجه وزير ووئيل هېواد ته د ستنېدو نه پس به داخله وزير سره ملاقات كوم او دې لپاره به طريقه كار وضعه كوٶ۔ فواد حسېن ووئيل د عراق وزيراعظم ته د پاكستان دورې بلنه وركړې شوې كومه چې ھغه قبوله كړې او دورې لپاره به مناسب وخت ټاكلے شي