اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قريشي د سلامتي کونسل صدر او د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل ته په خط كښې وئيلي دي هند په غيرقانوني اقدامات ٬ جبر او استبداد سره کشميريان ځورول او د هغوي نه د استصواب رائے حق تروړل غواړي،سلامتي کونسل دې هند د پاکستان په ضد د ترهه ګرۍ او تخريبي هلو ځلو نه منع كړي او د کشميريانو سره دې د خپلواكۍ حق لوظ تر سره كړي۔خارجه وزير مقبوضه جمو او ک??مير كښې د يو اړخيزه او غيرقانوني هندي اقداماتو په دوه كاله تر سره كيدو يو خط ليكلے۔خارجه وزير د سلامتي کونسل صدر او د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل د مقبوضه جمو او ک??مير خراب شوي صورتحال څخه خبرولو كښې وئيلي دي هند مقبوضه جمو او ک??مير كښې د خپلې نوآبادياتي او غيرقانوني قبضې مستحکمولو او شخړيزې سيمي په جغرافيائي او انتخابي حدود كښې بدلون لپاره د هند د 5 اګست 2019 غير قانوني اقدامات کړي۔ د دې غيرقانوني اقدامات مقصد مقبوضه سيمه كښې کشميريان د آزادۍ حق څخه محرومول او ک??ميريان ځورول دي٬ دغسې هند د کشميريانو نه د استصواب رائے حق تروړل غواړي ۔ خارجه وزير وو??يل د 5 اګست 2019 او د دغې ترمخه ټول د هند غيرقانوني، يو اړخيزه اقدامات مس??رد کوو۔هند په دې اقدامات د نړيوال قانون، د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردادونو او د څلورم جنيوا کنونشن ښكاره خلاف ورزي کړې۔د هند د 5 اګست 2019 ټول اقدامات د قانون په نظر كښې غلط او ک??لعدم دي۔ خارجه وزير وو??يل کشميريانو ته زيان رسولو لپاره 9 لکهه هندي عسكر مقبوضه سيمه كښې تعينات کړې شوي او 15 زره څخه زيات کشميريان په غيرقانوني توګه زندان كښې اچولې شوي۔مقبوضه وادي كښې د عدالت نه غير شهادتونو سلسله روانه ده۔ده ووئېل د امناكه احتجاج کوونكو په ضد د پيلټ ګنز پشمول د ريا??تي طاقت استعمال يو معمول جوړ شوے۔خارجه وزير وو??يل مقبوضه سيمه كښې د وګړو كورونه ويجاړ كړې شوي ۔هند د پاکستان په ضد د ترهه ګرو ډلو مشري كوي او د هغوي به مالي معاونت كښې ككړ دے ۔اوسنيو كښې د لاهور بمي چاؤدنه په دې لړ كښې يوه كړۍ ده ۔ خارجه وزير غوښتنه وكړه چې سلامتي کونسل دې هند د پاکستان په ضد ترهه ګرۍ او تخريبي هلو ځلو څخه منع كړي،د جمو او ک??مير شخړه د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردادونو او د کشميريانو د هيلو له دې مخي حل كړې شي ۔خارجه وزير وو??يل د نتيجې وړ خبري اترې او رابطو لپاره ښه چاپيرچل پيدا کول د هند ذمه واري ده۔خارجه وزير وو??يل هند دې د 5 اګست 2019 يو اړخيزه او غير قانوني اقدامات بيرته واخلي ، دغسې مقبوضه جمو او ک??مير كښې د آبادۍ به تناسب كښې د بدلون غير قانوني اقدامات دې هم بيرته واخستلې شي،مقبوضه جمو او ک??مير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ دې په سمد??تي توګه بندې كړې شي۔ ده ووئېل سلامتي کونسل دې د هند څخه په دې اقدامات د عمل درآمد غوښتنه وكړي او سلامتي کونسل دې د کشميريانو سره كړے د خپلواكۍ حق پوره كړي