اسلام آباد02 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او د وزيراعظم د پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان وئېلي دي چې اي وي اېم او آئي ووټنګ د پي ټي آئي د حكومت انقلابي اقدام دے٬په هېواد كښې سپيځلې ټاكنې كولو لپاره د ټېكنالوجۍ استعمال د وخت مهم ضرورت دے٬د اوږدو هڅو نه پس مو??ل د ټاكنو سپيځلې كولو حل قوم ته وړ??ندې كړې۔دلته چې كومې ټاكنې هم كېږي په هغې اعتراضات كېږي او تر وروستي وخت ماتې خوړونكي خپله ماتې نه مني٬دوي دا خبرې د ګل په ورځ د كابينې د اي وي اېم او آئي ووټنګ كمېټۍ غونډې په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔په غونډه كښې د سائنس او ټېكنالوجۍ او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ د وزارتونو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په دې مو??ع په خپلو خبرو كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې په هېواد كښې سپيځلې ټاكنې كول د اوسني حكومت وړومبۍ ترجيح ده٬دې مقصد لپاره د ټېكنالوجۍ استعمال د وخت مهم ضرورت دے۔ده ووئيل چې اليكټرانك ووټنګ مشين او آئي ووټنګ د تحريك انصاف د حكومت يو انقلابي اقدام دے۔د آئي وي اېم استعمال سره به د ټاكنو سپيځلتيا باوري كړې شي۔ده ووئيل چې د كال 1970 نه تراوسه داسې كومې ټاكنې نه دي شوې چې پكښې د درغلۍ تورونه نه وي لګولې ش??ې۔??فاقي وزير ووئيل چې په دې لړ كښې به د مېډيا د لارې كمپائن پېل كولې شي۔په دې مو??ع د وزيراعظم د پارليمان چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان ووئيل چې د اوږدې مودې د هڅو نه پس مو??ږ په ټاكنو كښې سپيځلتيا لپاره حل قوم ته وړ??ندې كړې۔ده ووئيل چې دا يو انقلابي اقدام دےده ووئيل چې دلته هم ټاكنې كېږي په هغو اعتراضات كېږي او څوك هم خپله ماتې نه مني