اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي)په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ وئېلي دي چې د سي پېك پروژې د پاكستان پشمول په منطقه كښې د خوشحالۍ ضمانت دي٬د دواړو هېوادونو اړيكې د شريكې ګټې او سيمه ايز استحكام په بنياد ولاړې دي٬چين به د پاكستان په اق??صا??ي پرمختګ كښې مرست?? روانه ساتي۔د ګل په ورځ د بېلا بېلو پرمختيائي پروژو پرانستې او د تفاهم په يادښتونو د لاس ليك دستورې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې د سي پیك په پروژو مثبت پرمختګ كېږي٬ده ووئيل چې دواړو هېوادونو د بنيادي ودانۍ د روزګار وركړې په س??اج?? او اق??صا??ي څ??نګ?? او د توان په څ??نګ?? كښې بېلا بېلې پروژې پېل كړې دي۔په دې پروژو كار روان دے او د دې پروژو ترسره كېدو سره به ځايې خلكو سره سره ټولې منطقې ته ګټه ورسي۔ده ووئيل چې د ګوادر ماسټر پلان عملي كېدو٬د ايسټ بے ايكسپرېس وے٬په ګوادر كښې د جديد روغتون جوړولو٬د سولر پروژې او د ووكېشنل سنټر جوړېدو سره به په دې سيمه كښې اق??صا??ي پرمختګ وشي او ګوادر به تجارتي مركز جوړېدو سره رامخې ته شي۔ده ووئيل چې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې نورې هم قوې كېږي۔د ګوادر فري زون وړومبې پړاو ترسره شوې او دوهم پړاؤ پېل كېږي۔د ووكېشنل سنټر جوړېدو سره به د هنرمند افرادي قوت په تيارۍ كښې مرسته شوي٬خلك ب?? روزګار ترلاسه كړي۔ده ووئيل چې د بلين ټري سونامي له مخې د ګرين ايمپلائمنټ پروګرام ډېر مهم دے۔د پاكستان او چين ترمينځه د سياست٬تجارت او معيشت په څ??نګ?? كښې مرسته زياتېږي٬دې سره به د دواړو هېوادونو دوستي لا قوي شي۔د سي پیك پروژې د پاكستان او چين د دوستۍ لويې مثال دے۔د پاكستان اق??صا??ي پرمختګ لپاره به د چين مرست?? روانه وي