اسلام آباد21 جون (اے پي پي) د ت??ان و??اق?? وزير حماد اظهر وئېلي دي د شريكې ګټې كونسل (سي سي ائې) د نوې اليكټريسټي منظوري وركړی٬د نوې پالېسۍ څخه به ارزانه او ماحول دوسته برېښنا ترلاسه شي٬كه مونږ د دې نوعيت پالېسۍ 15 كاله وړاندې نافذ كړې وه نو نن به د ت??ان څانګه ستونزو سره نه وه مخ۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ په پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ كښې مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال كړې۔په دې موقع د وزيراعظم د ريونيو چارو خاص مرستيال ډاكټر وقار مسعود هم موجود ؤ ۔و??اق?? وزير ووئيل ټولو صوبو د نوې اليكټريسټي پالېسۍ م??ظوري وركړې٬په نوې پالېسۍ ټولو صوبو سره د دوو مياشتو په مهال د 100 څخه زياتې غونډې شوې ۔ده ووئيل د دې پالېسۍ له مخې به په ټول هېواد كښې د انرجي منصوبو په اړه اوپن بډنګ كېږي چرته پراجېكټس لګول دي۔ده ووئيل چ نن يوه تاريخي ورځ ده ټولو صوبو د نوې اليكټرسټي پالېسۍ م??ظوري وركړې٬نوې اليكټرسټي پالېسي د راتلونكو 10 كلونو لپاره ده٬د نوې پالېسۍ په رڼا كښې به د ذيلي څانګو لپاره د 10 نه تر 12 پالېسۍ جوړولې شي چې پكښې به د ټرانسمېشن لائن٬اپ ګرېډېشن پشمول په بېلو پروژو كار كولې شي۔ده ووئيل د نوې پالېسۍ له مخې به قام ته ارزانه او ماحول دوسته برېښنا ترلاسه شي٬سږ كال د برېښنا تقسيم كار نظام ښه والي لپاره 100 اربه روپۍ بېلې كړې شوي۔ده ووئيل د نوې پالېسۍ له مخې به د متعين كړو اصولو په بنياد نوې نېشنل ايكشن پلان ترتيب كولې شي۔ده ووئيل په دې پالېسۍ د 2005 څخه كار كېږي خو تېرو حكومتونو په سنجيدګۍ سره په دې كار نه دے كړے خو موجوده حكومت دې ته په سنجيدګۍ سره پام لرنه كوي او د تېرو دوه مياشتو په مهال پرله پسې غونډې شوي۔۔ده ووئيل زمونړ ټرانسمېشن لائن 24 زره مېګاواټ برېښنا برداشت كوي٬دا به سږ كال نور هم ښه كړے شي۔ده ووئيل د ت??ان څانګې ښه والي لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوو او په هېواد كښې د متبادل توان په اړه منصوبه بندي شوې۔ده ووئيل جنرېشن او ټرانسمېشن د دې پالېسۍ برخه ده۔ده ووئيل په تېر وخ?? كښې د ګرانو لوظ نامو په سوب نن برېښنا ګرانه ده۔ده ووئيل مونږ د راتلونكو نسلونو لپاره منصوبه بندي كوو دغسې چې هغوي ته ارزانه برېښنا ترلاسه وي۔و??اق?? وزير حماد اظهر ووئيل د برېښنا تقسيم ښه والي لپاره 100 اربه روپۍ بېلې كړې شوي٬مونږ د ت??ان د څانګې هره ورځ مسئلې حل كوو۔ده ووئيل د سباؤن لپاره منصوبه بندي كوو٬د پاور سېكرټرز ډېرې مسئلې شته كومو كښې چې ګردشي قرض هم شامل دے ۔په دې موقع د ريونيو خاص مرستيال وقار مسعود ووئيل سږ كال د 4700 اربه روپو او راتلونكي مالي كال كښې د 5300 اربه روپو ټېكس جمع كولو هيله ده۔راتلونكي مالي كال به وفاق صوبو ته 700 اربه روپۍ اضافي وركوي۔ده ووئيل مونږ راتلونكي مالي كال كښې كوم نوې ټېكس نه دے لګولے۔په بجټ كښې د ځينو ټېكسونو استثنٰی ختمه كړې شوې او د ټېكس په كچه كښې بدلون كشوے ٬د رټيل په كچه په ټېكس بحث كېږي٬په ټول هېواد كښې د لويې سټورونو په 10 زره شاخونو كښې اليكټرانك پيمنټ مشينونه رجسټرډ كړې شوي ۔وقار مسعود ووئيل د شمېرو څخه پته لګېدلې چې په هېواد كښې په 10 زره سټورونو يا دوكانونو كښې اليكټرانك پيمنټ مشين نصب دي