اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر د تحريك انصاف (پي ټي آئي)، مسلم ليګ (ن) (پي اې?? اې??) او د پيپلز ګوند (پي پي پي) په اووه غړو پارلمان ??ه په داخلېدو لګولې شوې بندېز ختم كړے دے۔ د قامي اسمبلۍ سېكټرېټ ذريعو له مخې سپيكر اسد قېصر په هنګامه كولو اووه پارلماني غړي چې پكښې د تحريك انصاف علي نواز اعوان، عبدالمجيد خان، فهيم خان، د مسلم ليګ (ن) شېخ روحيل اصغر، علي ګوهر، چوهدري حامد حميد او د پيپلز ګوند آغا رفيع الله شامل وو بنديز لګولې ٶ۔ د يادونې وړ ده چ?? مخالفې ډلې تېره ورځ سپيكر ??ه په ليږلې شوې چيټۍ كښې د غړو ايوان ??ه په داخلېدو د بندېز غوښتنه كړې وه