اسلام آباد۔14جون (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د ګل پ?? ورځ خارجه وزارت كښې د ریجنل پیس انسټی ټیوټ ترسېوري لاندې اسلام آب??د كښې د “پاكستان – افغانستان دوه اړخيزه مذاكرات” په سرخط كنفرنس كښې د ګډون كوؤنكو په درناوي كښې د چايو مېلمستيا وكړه۔ د م??لمستيا دې دستوره كښې برطانوي هائي كمشنر ډاكټر كرسچن ټرنر ٬ كېنېډين هائي كمشنر وېنډي ګلمور ٬ د اروپائي ائتلاف سفير اېنډرولا كامينارا ٬ اسلام آب??د كښې تعينات د بېلو هېوادونو سفيرانو ٬ پخوانو سفيرانو او د خارجه وزارت سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې خارجه وزير ووئيل پاكستان افغانستان كښې امن غواړي۔ پاكستان نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه افغا?? امن عمل كښې د روغې جوړې كردار ترسره كوي۔ هغه ووئيل پاكستان به د افغا?? امن عمل پ?? شمول منطقه كښې امن په ځائې كولو له خپلې هڅې روانې ساتي۔ هغه ووئيل پاكستان افغانستان څخه د غېر ملي پوځونو وتلو په حق كښې دے۔ هغه ووئيل دا افغان مشرتابه لپاره دجنګ ختمولو او د بشپړه مذاكراتو د لارې د افغان مسئلې سياسي حل لټولو ځانګړې موقعه ده۔ خارجه وزير ووئيل ټولو ډلو له به د دې موقعې نه زياته ګټه پورته كولو له په ګډه هڅې كول وي