اسلام آباد 15 مئ?? (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د نامتو فنكار فاروق قېصر په مړينه خواشيني ښودلې او وئيلي ئې دي چې ارواښاد په پاكستان ??ښې د فن په څانګه ??ښې لوي خدمات ترسره كړي دي. ارواښاد د خوښ شوي كردار انكل سرګم د لارې مهمې سماجي ستونزې ??ه ډاګه كړې دي. په خپل ټويټ ??ښې صدر مملكت ووئيل چې د نامتو مصنف، اداكار او فنكار فاروق قېصر په مړينه ډېر غم جن شوے يم. ده ووئيل چې د ارواښاد مړينې سره په پاكستان ??ښې د فن مهم باب بند شوے. صدر مملكت دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښ??د ته د خپل رحم په پلو ??ښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي.