اسلام آباد۔7مئی(اے پی پی) د پارليماني چارو وزيرمملكت علي محمد خان او د پاكستان تحريك انصاف لارښودو د ټاكنو عمل ??ښې د اصلاحاتو او د الېکټرانک ووټ??ګ مشینونو كارولو اهميت په ډاګه كولو سره وئيلي دي د ټاكنو عمل ??ښې سپېځلتيا له به د سائنس او ټیکنالوجی څانګې نه استفاده كول وي او دې لپاره الېکټرانک ووټ??ګ مشین تر ټولو غوره لاره ثابتېدې شي۔ د الېکټرانک ووټنګ حوالې سره آرډیننس به اسمبلۍ ??ښې وړاندے كولے شي۔’’اے پی پی‘‘ سره يوه خصوصي مركه ??ښې هغه ووئيل پاکستان يو جمهوری هېواد دے او زمونږ اولس جمهوري سوچ لري۔ هغه ووئيل اولس ټول عمري آزاده پرېكړه كړې ده۔ څوك هم چې د اولس ګټې له كار كوي اولس د هغه ستائنه كوي۔ ولې د دې باوجود ووټ غلا كولې شيِ هغه ووئيل بايد يو داسې چاپېرچل وي چې څوك هم ټاكنې كولې شي او اولس په آزاد چاپېرچل ??ښې خپله رائې وكارولې شي۔ هغه ووئيل د كال 1971 نه تر دې دمه چې څومره ټاكنې شوي دي هغې ته ګوتې پورته كړې شوي دي۔ دا صورتحال نظر ??ښې نيولو سره وزيراعظم عمران خان د الېکټرانک ووټ??ګ مشین د لارې د ټاكنو كولو سوچ كړے دے۔ هغه ووئيل زمونږ حكومت د وزيراعظم د وژن له مخې پاكستان ??ښې هم يو نوے سياسي كلچر راوړل غواړي د كوم د لارې چې د ټاكنو عمل سپېځلې جوړول غواړؤ۔ هغه ووئيل دې سره به كه سل فيصده نه وي نو تر ډېره حده به د ټاكنو عمل ??ښې بهتري رامخې ته شي هغه ووئيل په دې حقله به آرډیننس هم مونږ قامي اسمبلۍ ته وړادندے كوؤ۔ د بحث په مهال اپوزيشن به دې ??ښې خپل بدلونونه وړاندې كولې شي او د اپوزيشن ګيلې به لرې كولې شي۔ هغه ووئيل وزیراعظم عمران خان د الیکټرانک ووټ??ګ مشین حوالې سره د پارليماتي چارو او د سائنس او ټېكنالوجي وزارتونو ته ذمه واري سپارلې ده۔ د بهر هېوادونو پاكستاني وګړو ووټنګ حوالې سره ټاسك آئي ټي وزارت ته وركړے شوے دے۔ د تحريك انصاف د قومي اسمبلۍ غړي علي نواز اعوان ووئيل جمهوريت يو ارتقائي عمل دے په كوم ??ښې چې وخت سره سره بدلونونه رامخې ته كېږي۔ هغه ووئيل د ټاكنو اصلاحات د اوسني وخت تر ټولو اهم ضرورت دے او مونږ له به د نړۍ په ډول اي وي اېم پلو تلل وي۔ دغسې 28 اربه روپۍ زر مبادله رالېږونكو بهر هېوادونو ??ښې مېشته پاكستاني وګړو ته به د ووټ حق وركول وي۔ دې لپاره به مونږ له د ټاكنو اصلاحات ك??ېټي جوړول وي۔ د تحريك انصاف مركزي لارښود عامر محمود كياني ووئيل د الېکټرانک ووټ??ګ مشینونو كارولو سره به د ټاكنو نتيجو ??ښې د تاخير مخنيوے وكړې شي۔ هغه ووئيل دا مهال الېکټرانک ووټ??ګ مشینونه په ځائي كچه هم جوړېږي او د بهر نه هم درآمد كولې شي۔ اپوزيشن دې په دې اړه خپلې رائې وركړي۔ دا يو تر ټولو غوره آپشن كېدے شي۔ پارلیمانی سېکرټری آفتاب جهانګیر ووئيل په دې ??ښې كومه بله رائې نشته چې د ټاكنو اصلاحات زيات ضروري دي۔ د الېكټرانك ووټ??ګ مشينونو غوره نتيجې رامخې ته كېدې شي او په دې ??ښې رامخې ته كېدونكې كمۍ په ګډه ناسته كولو سره لرې كېدې شي۔ هغه ووئيل هېواد ??ښې د ټګۍ او د ټاكنو غلا مخنيوي له نوې ټېكنالوجي معارفي كولو ته اړتيا ده۔ د تحریک انصاف غړي شېر علي ارباب و??ئيل د الېکټرانک ووټ??ګ مشینونه په ټاكنو ??ښې سپېځلتيا باوري كولو له يو اهم پېش رفت دے ٬ دا يو ښه قدم دے او مونږ دا مخ په وړاندے بوتلل غواړؤ۔