جموں۔5 مئی(ا?? پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جمو وكشمير كښې د كل جماعي حريت كنفرنس مشر لارښود او د تحريك حريت جموں وكشمير چیئرمین محمد اشرف صحرائی د جموں په هندي زندان كښې په حق رسېدلے دے۔د كشمير ميډيا سروس له مخې په محمد اشرف صحرائی کالا قانون ” پبلک سېفټی اېکټ ‘‘ لاګو كړے شوے و او دغې نه وروسته په 12جولائی 2020 د جمو ادھمپور زندان ته منتقل كړے شوے و۔ محمد اشرف صحرائی يو شمېر رنځونو سره مخ و۔ زندان كښې هغه ته كومه ط??ي آساني وركولې نه شوه۔ د ارواښاد سختې ناروغتيا نه د ه??ه كورنۍ هم بې خبره ساتلې شوې وه۔ د ه??ه عمر نزدې 80 كاله و۔ هغه د جماعت اسلامي مقبوضه كشمير غړے و او ټول عمري له د مشر حريت لارښود سيد علي ګېلاني ښې لاس پاتے شوے و۔ دا اندېښنه هم څرګندولې شي چې هغه ته د زندان چارواكو زهر وركړې وي۔ د نورو كشميري نظر بند كسانو خپلوانو هم دا اندېښنه ښكاره كړې چې د ه??وي مينه والو ته زندان كښې زهر وركولے شي۔