ملتان 26 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د نړۍ د يو ارب نه زياتو مسلمانانو ته د نبي كريم ﴿ص﴾ په شان كښې د رائے د اظهار آزادۍ په نوم د شوې ګستاخې نه تكليف رسېدلے ، د نبي كريم ﴿ص﴾ په شان كښې د ګستاخې په معاله به ټول اسلامي هېوادونه يو موټے كوو او لويديځ له به باور وركوو چې كه منع نه شول نو د دوي تجارتي بائيكاټ كولې شوو ، د سوئيلي ??نجاب صوبې شروعات شوي، د سوئيلي ??نجاب صوبه به ضرور جوړېږي، دې لپ??ره به آئيني ترميم راوړو، د پنجاب اولس به د عثمان بز??ار پنځه كلنه كاركردګي ياد ساتي. ده دا خبرې د سوئيلي ??نجاب سېكرټرېټ او ملتان لپ??ره د 30 اربه روپو د خاص پرمختيائي پروژو د بنياد اېښودو دستورې ته و??ړې. په دې موقع د پنجاب وزيراعلٰی عثمان بز??ار، خارجه وزير شاه محمود قريشي او عامر ډوګر هم وېنا وكړه. وزيراعظم عمران خان ووئيل زه د پنځلسو كلونو څخه سوئيلي ??نجاب ته ځم راځم ، د ګوند تشكيل او كمپائن په مهال څو ځله دلته راغلے يم او د دې ځاے محرومۍ مې ليدلي. وزيراعظم ووئيل پنجاب لپ??ره مو چې كله د عثمان بز??ار ټاكنه كوله نو دا سوچ راسره ملګرے ؤ چې هغه به د اولس زړونه وګټي. په ده تنقيد كوونكي بايد د ده دوه نيم كاله د بالي ??وډ اداكار پخواني وزيراعلٰی دوه نيمو كالو سره موازنه نه كړي. هغوي به خپلې ذاتي ګټې له د اشتهارانو په لړ كښې اربونه روپې د سركاري خزانې مصرف كولې. وزيراعظم ووئيل سياست ته د راتللو نه وړاندې ما سره هر څه و??. په ټوله نړۍ كښې مې شهرت لرلو. د كار نه كولو باوجود مې ژوند په آرام تېرولے شو. زه سياست ته ځكه راغلم چې يوې وې اشرافيه ډلې به د اولس وينه څښله. دوي لپ??ره يو قانون او نورو لپ??ره بل قانون ؤ. دوي به د غلا او كرپشن ډيل كولو، د لندن په ګرانو سيمو كښې چرته چې د هغه ځاے وزيران جائيداد نه شي اغستلے، هلته د دوي جائيدادونه و??.ده و??ئېل دوي د دې ځاے پېسه په غلا هلته وړې. دوي به چا نه نيول۔وزيراعظم ووئېل دوي لپ??ره د انګرېزۍ نظام تعليم او طبقاتي تقسيم ؤ. غريب ته يوه ليكه راكښلې شوې وه، چې هر څومره خواري ئې كوله بره نه شو تللے. د كومو سيمو سره به چې د واكمنو تعلق ؤ، هلته به زيات پرمختګ كېدو او لرې سيمې به پاتې شوې.ده و??ئېل د پنجاب وزيراعلٰی د ټاكنې په وخت ما دا سوچ لرلو چې داسې كس وي كوم چې زما په سوچ عمل وكړي، چې په زړه كښې ئې د غريبانانو دړد وي او د هغوي بهترې لپ??ره سوچ وكړي، چې داسې نه و?? چې پېسې جمع كړي او بهر جائيدادونه جوړ كړي. چې داسې كس وي چې په پاكستان كښې پاتې شي۔ده و??ئېل عثمان بز??ار په هغه وخت كښې زمونږ په ګوند كښې نه ؤ. د ده ټاكڼه د دغې سوچ تر مخه شوې. پنځه كاله پس به معلومه شي چې ده وروستې پاتې طبقې لپ??ره څه كړي . ده چې په دې لړ كښې كوم اقدامات كړي د هغې د پنجاب په تاريخ كښې مثال نه موندلے كېږي. ده و??ئيل د داتا دربار په خوا كښې په فټ پاتھ اوده كېدونكو لپ??ره ما چې د پناه ځايونه جوړولو هدف وزيراعلٰی ته وركړو نو ده په څو ورځو كښې دا كار ترسره كړو. په پنجاب كښې ئې د صحت كارډ اجرا وكړه. په ډ??رو مالدارو هېوادونو كښې هم د يونيورسل هېلتھ كارډ كورېج نه و??. ماته به خلقو وئيل چې پېسې نه و?? نو دا به څنګه كېږي خو زما ايمان دے چې د غريبانانو د حذمت سوچ وي نو پېسه راځي. وزيراعظم ووئيل مونږ د پاتې سيمو پرمختګ لپ??ره اقدامات كړي او د سوئيلي ??نجاب سېكرټرېټ پرانسته هم د دې لړۍ يوه كړۍ ده. د بهاولپور سېكرټرېټ پرانسته به هم ډېره زر وكړو. ده و??ئيل د سوئيلي ??نجاب آبادي 33 فيصد ده او د دې ځاے بجټ 17 فيصده ؤ، د ت??رو اووه كلونو په مهال دې ځاے لپ??ره بېلې كړې شوې 260 اربه روپې هم په نورو سيمو خرڅ كړې شوي.مونږ پرېكړه كړې چې 33 فيصده آبادۍ ته به د آبادې له مخې وسيلې وركولې شي. ځائي خلقو ته به په ملازمتونو كښې كوټه وركولې شي. ده و??ئيل اوس به صوبه هم جوړېږي او دې لپ??ره به آئيني ترميم كولې شي. وزيراعظم ووئيل د نبي كريم ﴿ص﴾ په شان كښې د ګستاخې په معاله به ټول اسلامي هېوادونه يو موټے كولے شي او مغرب له به باور وركوو چې كه ډډه ئې ونه كړه نو د دوي تجارتي بائيكاټ كولې شوو. وزيراعظم ووئيل ما په مغرب كښې 20 كاله تېر كړي، هغوي ډېر ښه پېژنم، د تحريك لبيك په شان كه 100 كاله هم هڅې وكړو څه فرق به رانشي. ده و??ئيل زمونږ مقصد يو دے، زما طريقه جلا ده. زه به ثابته كړم چې زما طريقه سمه و?? او هغه به كاميابه هم وي. ده و??ئيل په دې لړ كښې د ټولو اسلامي هېوادونو مشرانو سره خبرې كوو او په دې ږر كښې خارجه وزير څلورو اسلامي هېوادونو سره خبره كړې او هغوي متفق دي