اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د بهرنيو چارو وز??ر شاه محمود قريشي د افغانستان خارجه وز??ر محمد حنيف اتمر سره د وېډيو لنك د لارې ملاقات كړے. د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو، د افغانستان د سولې په عمل او د امريكې او ناټو لخوا د افغانستان څخه د وتلو نه په و??وستو صورتحال خبرې شوي . خارجه وز??ر د افغانستان د خارجه وز??ر د روغتيا پوښتنه وكړه. د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وز??ر شاه محمود قريشي ووئيل افغانستان نه يوازې د پاكستان ګاونډي هېواد دے بلكې مونږ يو ډول مذهب??، تهذيبي او تاريخي اقدار لرو. زمونږ ډېرې ګټې او چېلنجونه شريك دي. دواړو خارجه وز??رانو د افغانستان په صورتحال د درې اړخيزه غونډې په جوړولو د تركيې د ك??دار ستائنه وكړه. خارجه وز??ر ووئيل په افغانستان كښې د څلورو لسيزو څخه د روان كړكېچ خاتمې او د سول عمل كاميابې لپاره به ټولو ډلو ته د جامع، سنجيده او نتيجه و??كوونكو مذاكراتو لار خپلول وي. خارجه وز??ر شاه محمود قريشي ووئيل زه هيله لرم چې كله بيا د استنبول كانفرنس راوبللے شي نو پكښې به ټولې ډلې ګډون وكړي. خارجه وز??ر ووئيل پاكستان افغانستان سره په ګڼ اړخيزه څانګو كښې د دوه اړخيزه مر??تې عزم لري. خارجه وز??ر په بېلا بېلو څانګو كښې مر??ته زياتولو لپاره د اے پېپس (APAPPS ) مېكانزم فعاله كولو ټينګار هم وكړو. ده ووئيل په افغانستان كښې امن سره به په منطقه كښې اقتصادي چارې او روابط وده ومومي. دواړو خارجه وز??رانو د بنديوانو په خوشې كولو، د وېزه په چارو، كاسا 1000 او دوه اړخيزه چارو خبرې وكړۍ. خارجه وز??ر د افغانستان خارجه وز??ر ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه كومه چې هغه قبوله كړه.