اسلام آباد۔29 مارچ(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په ضد ودرېدونكې اپوزيشن ټوټی ټوټې شوې۔ پاکستان ډېموکرېټک موومنټ (پی ډی اېم) كښې نون لي?? او پي پي پي د يو بل نه ټول عمري له جدا شوي دي۔ اصل پرېكړه به فضل الرحمن له كول وي۔ كورونا تندۍ سره خپرېږي۔ لاک ډاؤن د اېن سی او سی كار دے۔ عمران خان د سیاست كپتان هم دے هغه سره ولاړ يم۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ په اسلام آباد اېكسپرېس وے د قائد اعظم يادګاري پورټرېټ پرانستې نه وروسته ميډيا سره خبرو ك??ې وكړه۔ په اسلام آباد اېكسپرېس وے د قائداعظم پورټرېټ يو وارې بيا جور كړے شوے دے۔ داخله وزير شېخ رشيد احمد ووئيل په 60 ورځو ك??ې به قائد اعظم آرکائیو جوړ كړؤ۔ د اسلام آباد هر يو پارك به 15 ورځې پس رینوېټ كوؤ۔ دا ښار به د باغونو او پاركونو ښار جوړؤ هغه ووئيل پی ډی اېم كښې (ن) لی?? او پی پی پی ټول عمري له د يو بل نه جدا شوي دي۔ اصل پرېكړه به مولانا فضل الرحمن صاحب كوي۔ دا ټول د وزيراعظم په ضد ولاړ وو او تس نس شول۔ هغه ووئيل دا وخت دې چې د ټاكنو په اصلاحاتو كار وكړے شي۔ هغه ووئيل وزیرِاعظم عمران خان د سیاست هم كپتان دے٬هغه سره ولاړ يم۔ عمران خان سر?? راغلے يم او هغه سره به ځم۔ هغه ووئيل بې وزلو له مو د پاسپورټ موده 10 كاله كړې ده۔ هغه ووئيل پېنډۍ او اسلام آباد كښې ميډيا ټاؤن جوړؤ۔ وفاقي وزير ووئيل كورونا تندۍ سره مخ په خپرېدو ده٬ لاك ډاؤن د اېن سي او سي كار دے۔ وفاقی وزیر ووئيل چینی سکېنډلز ته شهزاد اكبر ګوري او په لاك ډاؤن اېن سي او سي كار كوي۔ زما دې سره څه كار نشته۔ نه د چا وزارت كښې لاس وهنه كوم او نه څوك خپل وزارت كښې لاس وهنې ته پرېږدم۔ هغه ووئيل سبا اېپس راوړؤ٬ په يو ځائې د 18 كلونو نه ناست افسران بدلوؤ او ددوئي په ځائې ??ور افسران په ځائې ??وؤ۔ د هغوي انټرویو شوې دي او كوم افسران چې بهر دي هغوي هم دلت?? راغواړؤ۔