اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) پاكستان تحريك انص??ف په سېنېټ كښې اكثريتي ګوند ګرځېدلے۔پاكستان پيپلز پارټۍ 8 او بلوچستان عوامي پارټۍ 7 چوكۍ ترلاسه كړي٬مسلم ليګ(ن)يوه چوكۍ هم ترلاسه نه كړی شوه۔د پنجاب په 11 چوكو د مقابلې نه غېر كانديدان ټاكلے شوي۔د مارچ په 11مه نېټه په خالي كېدونكو 48 چوكو كښې تحريك انصاف 17 چوكۍ ترلاسه كړي۔د خېبرپښتونخوا څخ?? په 12 چوكو كښې پاكستان تحريك انصاف 9 چوكۍ ترلاسه كړي٬په سندھ كښې پيپلز پارټۍ 7 چوكۍ او په بلوچستان كښې واكمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ 6 چوكۍ ترلاسه كړي۔د اسلام آباد څخ?? په دوو چوكو د خېبرپښتونخوا او بلوچستان څخ?? په 12 ٬ 12 چوكو او د سندھ څخ?? په 11 چوكو پولنګ وشو۔پولنګ سهار د 9 بجو نه تر ماښام 5 بجو بغېر د كومې دمې نه روان ؤ ۔د وفاقي پايه تخت اسلام آباد څخ?? 340 غړو خپل ووټ كاسټ كړو۔دوي لپاره دوه پولنګ بوت جوړ كړی شوي وو۔د پولنګ عمل په خوشګوار ماحول كښې وشو۔د وفاقي پايه تخت څخ?? په عمومي چوكۍ پخواني وزيراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني 169 رائې ترلاسه كړی او كامياب وګرځولے شو۔ډاكټر عبدالحفيظ شېخ 164 رائې ترلاسه كړی٬ 7 رائې مسترد كړی شوې٬د مېرمنو په چوكۍ د تحريك انصاف كانديدې فوزيه ارشد 174 رائې ترلاسه كولو سره كاميابي ترلاسه كړه۔د اپوزېشن اتحاد كانديدې فرزانه كوثر 161 رائې ترلاسه كړی۔د خېبرپښتونخوا څخ?? شبلي فراز محسن عزيز٬لياقت تركئ٬فيصل سليم٬د تحريك انصاف او د عوامي نېشنل پارټۍ هدايت الله٬د جمعيت علماﺀ اسلام (ف)مولانا عطاﺀالرحمان او د بلوچستان عوامي پارټۍ تاج آفريدي كاميابي ترلاسه كړه۔د ټېكنو كرېټ په دوو چوكو د پي ټي آئي كانديد د??ست محمد محسود٬محمد همايون خان او د مېرمنو په دوو چوكو د پي ټي آئي ډاكټر ثانيه نشتر او فلك ناز كاميابې شوې۔د اقليتونو په يوه چوكۍ د پاكستان تحريك انصاف كانديد ګورديپ سنګ بريالے شوے