اسلام آباد۔17فروری(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان اونې بوټي نالول د پاكستان سباؤن لپاره ضروري ګرځولو سره وئيلي دي حكومت هېواد شين او ښېرازه جوړولو لپاره ګا??ونه پ??رت?? كوي ځكه چې ماحولياتي بدلون پاكستان لپاره لويه خطره ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شوؤ په ورځ شكرپړياں اسلام آباد كښې د جاپان په طرز د اونو بوټو نالولو منصوبې پرانستې په مهال و??ړه۔ وزیراعظم ووئيل اونې بوټي نالول يوه مشغله نه دا د پاكستان د راتلونكي كول سباؤن پاك جوړولو او هغوي ته صحت منده چاپېريال وركولو له ضروري ده ۔ هغه ووئيل مياواكي د جاپان د طرز شجركاري ده چې له مخې ئې د روايتي نال په مقابل كښې يو په 10 په بيړه او 30 چنده زيات ځنګولونه نالېدې شي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د ماحولياتې بدلون د لاسه زيات ځپلے كېدونكو د نړۍ لسو لويو هېوادونو كښې شامل دے۔ مونږ له به د ماحولياتي چېلنجونو مخنيوي له په سمدستي توګه ګا??ونه پ??رت?? كول و??۔ هغه ووئيل مونږ له به ماحول دوسته ژوند تېرول و??۔ د شجركارۍ د لارې د اولس ذهن بدلولو سره مونږ ټوله ټولنه ښه كولې شوو ۔ هغه ووئيل د پاكستان حكومت د يو ارب اونو نالولو منصوبه په كاميابۍ سره ترسره كړې او اوس به ګرد هېواد كښې د 10 اربه اونو بوټو نالولو هدف هم سر كوؤ۔ وزیراعظم موسمياتي بدلون لپاره د خپل صلاحكار امين اسلم او د هغه د ډلې د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د زده كړو نصاب كښې هم د شجركارۍ شاملولو په وړاندېز غور روان دے دغسې چې د وړاندې نه په دې اړه شعور بېدار كړے شي۔ دې نه وړاندې وزيراعظم شكرپړياں كښې د صنوبر بوټي په نالولو د شجر كارۍ د موسم پرانسته وكړه۔ داخله وزير شېخ رشيد احمد ٬ د موسمياتي بدلون صلاحكار امين اسلم او سېنېټر فېصل جاودې هم په دې موقع موجود وو۔