پېښور ۔13فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير س??نې??ر شبلي فراز وئيلي دي وزیراعظم عمران خان د س??نې?? ټاكنو كښې د “ووټ برائے فروخت” ختمولو عزم لري۔ د سې??نې?? ټاكنې په سپېځلي ډول كولو د اپوزيشن احتجاج د پوهې نه بهر دے۔ اپوزيشن پخوانے پاكستان غواړي چرته چې ??ميرونه خرڅولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د خالي په ورځ صوبائي الېكشن كمېشن كښې د س??نې?? ټاكنو له د نامزدګۍ کاغذات جمع كولو نه وروسته ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل حكومت د يوې بشپړه تګلارې وضعه كولو هڅې كوي دغسې چې ??باؤن كښې د ټاكنو نتيجو يا غېر جانبدارۍ ته څوك ګوته پورته نه كړې شي۔ هغه ووئيل انتخابي اصلاحاتو راوړلو له د حكومتي هڅو ملاتړ كولو په ځائې اپوزيشن د ښكاره رائې شمېرې مخالفت كوي كوم چې ?? ټاكنو عمل په مهال د هارس ټرېډنګ او بدعنوانۍ ډاډګيرنې مترادف دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل اولس به خپلو كوچنيانو له وزيراعظم د رول ماډل په توګه خوښوي يا نواز شريف او آصف علي زرداري۔ هر يو هېواد سره مينھ لرونكے به دا غواړي چې ??پل بچي د عمران خان په نقش قدم روان كړي ولې چې هغه يوازينې لارښود دے كوم چې هېواد د خوشحالۍ نوي بام ته رسولو له د ايماندارۍ ٬ ديانتدارۍ او جذبې اعلی درجې صلاحيت لري۔ هغه ووئيل پي ټي آئي د اول?? په خذمت باور لري او ټكټ وركولو كښې د كانديدانو ديانت دارۍ ٬ وفادارۍ ٬ عزم او خذماتو ته كتلې شي۔ شبلي فراز د خېبر پختونخوا د يونيورسل صحت كارډ منصوبې ستائنه كولو سره ووئيل دا د لكھونو په شمېر اولس ته د روغتيا وېړيا آسانيو وركولو يو سنګ ميل دے۔ په دې موقع صوبائي وزيران شوكت يوسفزئي ٬ تېمور سليم جھګړا او د اعلی وزير خصوصي مرستيال كامران بنګش هم موج??د وو