اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د تعليم او وظيفه اي تربيې وفاقي وزير شفق?? محمود وئيلي دي د پاكستان تحريك انصاف حكومت ديني مدرسې د ځان سره مخ په وړاندې د بوتللو پرېكړه كړې، زمونږ مشن تعليم ته وده وركول دي. د شورو په ورځ په وفاقي تعليمي بورډ كښې د مدرسو زده كوونكو ته د اسناد﴿مساوي﴾ وركولو دستورې ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل زمونږ مقصد تعليم ته زياته وده وركول دي. ده ووئيل مدرسې ماشومانو ته د تعليم وركولو مهم خدمات ترسره كوي او دې مقصد لپاره د حكومت څخه يوه پ??سه هم نه اخلي. رياست د دوي خدمات مني او دوي ځان سره مخ په وړاندې بوتلل غواړي. ده ووئيل د تحريك انصاف حكومت د رياست او مدرسو ت??مې??ځه خليج ختم كړے. وفاقي وزير ووئيل زمونږ په ټوله كښې شدت خوښي د تعليمي نظام په وجه راغلې. ده ووئېل د وړومبي نه تر پنځم ټولګي يو نصاب جوړ شوے. د تعليم يو ډول نظام سره به په ټولنه كښې تقسيم ختم شي. د نورو تعليمي ادرو پشان د مدرسو زده كوونكي ??ه هم د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښې د وړاندې تللو موقعې ولري. په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري هم وېنا وكړه. د دستورې په مهال د وفاقي تعليمي بورډ چيئ??مې?? قېصر عالم او نور اعلٰي چارواكي هم موجود وو