اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د بین الصوبائی رابطې وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا تېره ورځ د پاكستان سپورټس كمپليكس اسلام آباد دوره كړې ۔ د بين الصوبائي رابطې وزارت سېكرټري محسن مشتاق هم هغې سره ملګرے ؤ ۔ د وفاقی وزیرې په دوره كښې علامه اقبال هاسټل، نصیر بندہ هاکي سټیډیم او روشن خان سکواش کمپلیکس شامل وو۔ په نصیر بندہ هاکي سټیډیم كښې د بین الصوبائی رابطې وفاقی وزیرې ډاکټر فهمیدہ مرزا د روانو پرمختيائي كارونو جاج اغستو سره د آسټروف غوړولو كار په څلورو اونيو كښې د بشپړولو سپارښتن?? وكړه۔ هغې په علامه اقبال ھاسټل كښې د چترال ویمن فټ بال ??لې لوبغاړو سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزيرې ووئيل د سړو ??ه ډول مېرمنې لوبغاړې هم په هېواد كښې د لوبو پرمختګ لپاره بشپړ كردار ترسره كوي۔ هغې د حكومت لخوا مېرمنو لوبغاړو ته د هر ډول مرستې باور وركړو۔هغې ووئيل دا د خوشحالۍ خبره ده چې په لوبډله كښې د شاملو مېرمنو تعلق د چترال ضل??ې لرې پرتو سيمو سره دے۔ دې د پاكستان سپورټس بورډ اړوند افسرانو ته سپارښتن?? وكړه چې روان بېل پرمختئيائي كارونه دې په وخت بشپړ كړې شي او د كارونو معيار ته دې خاص پاملرن?? وكړې شي۔ د روشن خان سکواش کمپلېکس دورې په موقع وفاقي وزيرې د صفائۍ او نورو كارونو ستائنه كولو سره ووئيل په مناسب ځايونو دې كوړا دان ولګولے شي او د صفائۍ دې خاص خيال وساتلے شي