اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) پاكستان يو ځل بيا په نړيواله ټولنه غږ كړے چې هغه دې سيمه ايز صورتحال خرابولو او په سوئيلي اسيا كښې امن او استحكام ته په خطرو ورپېښولو د هند محاسبه وكړي. د خارجه دفتر و??ان?? زاهد حفيظ چوهدري د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال ووئيل د هند آر اېس اېس- بي جے پي حكومت د پاكستان په ضد د منفي پروپېګنډې كمپائن، غېر ذمه واره اقداماتو او په منطقه كښې امن او امان خطر سره د مخ كولو په وجه په نړيواله كچه بې نقابه شوے. و??ان?? ووئيل نړيواله ټولنه دې د صورتحال نوټس واخلي او ه??د دې خپلو عملونو لپاره ذمه وار وګرځوي. ده ووئيل د ارناب ګوسوامي واټس اېپ چېټ منظر عام ته د راتللو په اړه اوسني پېشرفت د پاكستان په ضد د هند ناوړه عزائم څرګند كړي او د پاكستان پخوانے دريځ ئې رښتيا ثابت كړے. د مقبوضه جمو كشمير صورتحال په اړه و??ان?? ووئيل د اګست د پنځمې نېټې كال 2019م د هند غېر قانوني او يو اړخيزه اقداماتو نه پس په مقبوضه كشمير كښې مواصلاتي بندېز، مېډيا بلېك آٶټ او د بشري حقونو څخه سرغړونې په 535مه ورځ هم روانې دي. و??ان?? ووئيل د آر اېس اېس- بي جے پي حكومت په مقبوضه كشمير كښې د سول سروسز د هند خاص رياستونو سول سروسز سره ادغام كړے كومه چې د نړيوالو قوانين خلاف ورزي ده. و??ان?? د كشميري لارښود شبير احمد شاه په ضد د جعلي مقدمو غندنه وكړه او د هغه په ضد ئې د ټولو تورونو بېرته اخستلو، په نورو كشميري مشرانو د تشدد مخ نيوي او د هغوي د راخوشې كولو غوښتنه وكړه. و??ان?? ووئيل پاكستان د كشمير لارښود محمد ياسين ملك راخوشې كېدو لپاره په نيويارك كښې يو اېن سېكرټري جنرل ته مراجعه كړې. و??ان?? د شاهين تهري مېزائل په كاميابه تجربه ټول قوم له مباركي وركړه او وې وئيل د شاهين تهري كاميابه تجربه د سائنسدانانو او انجينئرانو د محنت نتيجه ده. و??ان?? ووئيل د هند په جودھ پور كښې د يوولسو پاكستانو هندوانو په قتل هند كومه مرسته نه ده كړې. د بشري حقونو وزيرې شېرين مزاري هم د يوولسو هندوانو په قتل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كميشن ته خط ليكلے. د يوې پوښتنې په ځواب كښې و??ان?? ووئيل د متحده عرب امارات پاكستان لپاره د وېزو معامله به ډېره زر حل كړې شي. حكومت د كورونا و??كسين اغستو لپاره د كابينې خاص كمېټي تشكيل كړې. د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې و??ان?? ووئيل ه??د د دې نه وړاندې هم د پاكستان په ضد كمپائن او تخريب كارې كښې ككړ پاتې شوے ، د اروپائي اېتلاف ډس انفو لېب د هند مكروه څېره نوره هم د نړۍ په وړاندې بې نقابه كړې. ده ووئيل د هند اوسنے حكومت ډېر غېر سنجيده دے، پاكستان د ه??د د هر ډول ځواب وركولو صلاحيت لري