اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) ?? پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان د تركيې څلور ورځنې سركاري دورې په مهال د تركيې اعلٰي پوځي مشرانو سره ملاقاتونه كړي او ورسره ئې د دواړو فضائي ځواكونو ترمېنځه د دفاعي اړيكو د ودې په طريقو خبرې كړي. ?? پاك فضائيه مشر د تركيې د دفاع وزير هولوسي آكار او چيف آف تركش جنرل سټاف، جنرل ياسر ګلر سره جلا جلا ملاقاتونه كړي. په دې ملاقاتونو كښې ?? پاك فضائيه مشر تركيې سره په دوه ا??خيزه استعداد كار كښې بهترې لپاره د دفاعي پېداوار، سلامتيا او تربيې په څانګو كښې د مرستې زياتولو د عزم څرګندونه كړې. ?? پاك فضائيه مشر د ترك فضائيه كمانډر جنرل حسن كوكو كاكيوز سره هم ملاقات كړے. دواړو مشرانو د اوسني وخت د چېلنجونو مقابلې لپاره د دواړو وروڼو هېوادونو د فضائيه ترمېنځه د مرستې په زياتولو او د يو بل د پوهې څخه استفاده ترلاسه كولو لپاره تفصيلي خبرې كړي چې پكښې ?? پاك فضائيه لخوا په تركيه كښې په ايناتولين ايګل مشقونو كښې ګډون، ?? پاك فضائيه تر سيوري لاندې په بېلا بېلو مشقونو كښې د ترك فضائيې ګډون، ?? پائيلوټانو د تربيې تبادله او په دفاعي پېداوار كښې مرسته شامله ده.