اسلام آباد 17 دسمبر(اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر فېصل سلطان وئيلي دي د كرونا نه بچ كېدو لپاره واكسين به د كال 2021 په پېل كښې په ه??وا?? كښې ترلاسه كېږي٬ ګرد ه??وا?? كښې د لېب په كچه تجربې په ښه ډول مخ په وړاندې روانې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل هيله لرو چې د راتلونكي كال په پېل كښې فرورۍ يا تر مارچ كښې به واكسين په ه??وا?? كښې ترلاسه شي٬ كراچۍ كښې د كرونا د خپرېدو شرح د نورو ښارونو په مقابل كښې زياته ده۔ ده په وګړو ز??ر رواٶ چې د كرونا په اېس او پيز عمل وكړې ځكه چې په لويه كچه سماجي هلې ځلې د كرونا د خپرېدو سبب جوړېدې شي۔ ډاکټر فېصل ووئيل اولس له پكار دي چې ودونو او د كرسمس غوندې په سماجي دستورو كښې په اېس او پيز عمل وكړي او د صحت وزارت لخوا جاري ك??ي احتياطي تدبيرونه خپل كړي۔ ده ووئيل د ماسك استعمال او سماجي فاصله په ساتلو عمل پكار دے