اسلام آباد 03 نومبر (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو ??فاقی وزیر سینیټر شبلی فراز وئيلي دي د پاکستان رياست او د هېواد دفاع په ضد د دښمن په ايجنډا جوړه بيانيه به په هيڅ صورت قبوله نه كړې نشي، ??وا??شریف او د هغه كورنۍ په جمهوریت نه بلكه په بادشاهت باور لري ، قانون ته مطلوب اشتهاری دې د لندن په لوئې فلیټ كښې د ناستې او د انقلابی جوړيدو په ځائې د اولس خوا له راشي، اپوزیشن پریس کنفرنسز كښې وئيلي دي چې د ??وا?? شریف او شهباز شریف په ضد د کرپشن ، منی لانډرنګ مقدمې دې بيرته واخستلے شي، چا چې هم کرپشن ،منی لانډرنګ كړے يا ئې قومی خزانه په بې دردۍ لوټلې د هغه به حساب كيږي، صنعتونو ته د وركړې كېدونكې برېښنا بيعه كښې كمے شوے، د وړو او مينځنۍ درجې صنعتونو ??شمول نورو له په اضافی برېښنا به 25 فیصده رعایت وركولے شي،صنعتونو ??پاره”پیك آورز“او ”آف پیك آورز“ يو كړے شوي،صنعتونو ??ه د آرزانې برېښنا وركولو سره به د هېواد جژرو څېزونو ??یداوار زيات كړے شي۔ ده د نهې په ورځ پی آئی ډی كښې خبرې کنفرنس ته وينا كوله۔ وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز ووئيل د هېواد معېشت بحال شوے ،هېواد كښې د سیمنټ خرڅېدل زيات شوي ، د تعمیرات څانګو كښې هلې ځلې هم زياتې شوي،برآمدات زيات او ټیکسټائل سیکټر كښې ښه والے راغلے۔ده ووئيل د تيرو لوظنامو په وجه ګرانه برېښنا جوړيږي، صنعتونو ته د وركړې كېدونكې زياتې برېښنا بيعه كمه شوې۔صنعتونو ??ه آرزانه برېښنا وركولو سره به د هېواد د جوړو څېزونو ??یداوار زيات شي،صنعتونو ??ه مراعات وركولو سره به د روزګار موقعې زياتې شي او صنعتونه به اوس په دريم شفټ كښې هم كار كولے شي۔ ده ووئيل اپوزیشن په تير وخت كښې ټولې ادارې تباہ كړي، د هغوي يو كار په ميرټ نه كيدو خو چې كله په اپوزیشن كښې راغلل نو د ټاكنو خبره كوي، شاهد خا??ان عباسی وئيلي ټاكنو ??ښې ټګي شوې حالانکه شاهد خا??ان عباسی د خپل پلار نيكه سيمه كښې ناكامه شوے او بيا ئې لاهور څخه ټاكنو ??ښې برخه اغستې ،هم دغه حال د مولانا فضل الرحمن دے، د مولانا زوي چې ټاكنو ??ښې كاميابي ترلاسه كړې هغه سمه ده او مولانا چې ناكامه شوے هغه سمه نه ده۔ د اطلاعات وزير ووئيل رانا ثناءاللہ دې اووائي چې د دوي په حکومت كښ?? ماډل ټاؤن كښې وګړي شهيدان شوي د هغې حساب به څوك وركوي، کوم هم حکومت داسې ظلم نه كوي،دا د تير وخت تورې پېښې دي۔ ده ووئيل د ن لیګ لارښود دا هڅه كوي چې بهر ناست وي او د قانون څخه وتښتي او يوه داسې بيانيه وركړي كومه چې د بزنس په انټرسټ كښې وي۔ده ووئيل كراچۍ كښې چې د قائداعظم په مزار څه شوي هغه د ټولو په وړاندې دي، ګوجرنواله كښې د پاکستان په آئینی ادارو بريد ، بلوچستان كښې د پی ډی اېم پلیټ فارم څخه د آزاد بلوچستان غږ او په ادارو بريدونه د ټولو په وړاندې دي۔ده ووئيل تيرو لسو كلونو ??ښې په پاکستان حکومت کوونكو له به حساب وركول وي ۔ وفاقي وزير ووئيل د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هر څيز سمولو هڅې كوو، مونږ په سم پلو روان يو ځكه چارې ښه كيږي۔ وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز ووئيل هېواد د مسئلو څخه خلاصولو لپاره د پاکستان تحریك انصاف په صورت دريم ګوند راغلے خو اپوزیشن دا غواړي چې هېواد كښې بې یقینی وي۔ده ووئيل لس ګوندونه چې څومره لويه جلسه كوي هغه جلسه به زمونږ صوبائی رهنما په يواځې كوله، ده ووئېل د پاكستان په ریاست چې كوم وار كېږي هغه به په هيڅ صورت قبلول نه كړے شي، دا د پاکستان اولس نه قبلوي، پاكستان د افغانستان، لیبیا، سوريه غوندې هېواد جوړول زمونږ د دښمن هڅه ده۔ ده ووئيل د پاکستان ریاست د اسلام په نامه جوړ شوے ؤ، مونږ كلك باور لرو چې د لوي څښتن د خوښې تر مخ دا هېواد جوړ شوے او دې ته څوك هم زيان نشي رسولے، چا چې دې هېواد ته د زيان رسولو هڅې كړې د هغه انجام مونږ ټولو ته معلوم دے۔ ده ووئيل د اپوزیشن سره سباؤن لپاره څه هم نشته، د تير وخت حکمرانانو کرپشن ، لوټ مار او د بډو اخستلو كلتور ته وده وركړې، د ??وا?? شریف جائیدادونه ، کاروبار او بچې بهر دي، د ن لیګ منفی بیانیې هېواد ته زيان رسولې۔ده ووئيل مولانا فضل الرحمان عمر له د اقتدار سیاست کړے، د ن لیګ بیانیه د ??وا?? او شهباز شریف په ضد د کرپشن مقدمې ختمول دي۔ده ووئيل د سندھ حکومت په وخت اقدامات نه كولو په وجه د غنمو بحران راپيدا شوے،پیپلز پارټي اوس د يوې سيمې پارټي شوې، سندھ كښې د کرپشن بازار ګرم دے،سندھ حکومت پرله پسې د غنمو مصنوعی كمے راپيدا كوي،په وخت غنم نه جاري كولو سره د سندھ اولس په ګرانه بيعه غنم اخلي۔ د اطلاعات وزير ووئيل حکومت هېواد كښې د ګرانۍ څخه خبر دے ، په ګرانۍ قابو موندلو له ټول وسائل كاروو۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د اوړو او چينو بيعه كمولو له ګامونه پورته كوي، ډير زر به واضحه فرق تر نظره شي