اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) وزيرعظم عمران خان وئيلي دي سره ?? مقصد سياست ته راغلے يم ٬ د حكومت او پوځ په زړه پورې اړېكې لري٬ مخالفې ډله مورل اتهارټي نه لري٬ مخالفه ډله مال جوړولو لپاره ??قتدار له راغلې،مونږ په عدليه يا په نېب هېڅ فشار نه دے اچولے٬ نېب زمونږ وزيران هم رابللې ٬ په كومې چې مونږ اعتراض نه لرو۔ د زيارت په ورځ نجي ټي وي چېنل سره ??پله خاص مركه كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل مونږ ته په سختو حالاتو كښې اقتدار تر لاسه شوے ٬ معيشت ته زيان رسولے شوے ٶ٬ زمونږ په ضد ډنډوره شوې وه ٬ تنقيد وكړے شو،خبريالانو په سخت وخت كښې د هېواد د مف??داتو تحفظ لپاره مهم كردار لوبولے ۔ وزيراعظم ووئيل د ځينې ميډيا هاٶسز كردار ښه ٶ او د ځينې ښه نه ٶ۔ ده ووئيل د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوہ زما په پوښتنه كولو سياست مدارو سره ??ېهټك كړے۔ ده ووئيل پوځ ما لپاره ??ثاثه ده۔ ده ووئيل د سېنېټ په ټاكنو كښې كاميابۍ سره ??ه قانون سازي آ??ان?? شي۔ وزيراعظم ووئيل هند د نواز شريف مرسته كوي٬ هند كښې كله هم د پاكستان دومره مخالف حكومت نه ٶ راغلے څومره چې اوس دے څوك چې په نظرياتي توګه د پاكستان مخالف دے۔ ده ووئيل پوځ د حكومت يوه اداره ??ه٬ د وزيراعظم كار ګورننس چلول دي ھغه چې د كومې ادارې نه غواړي مدد ته اخلي۔ ده ووئيل مونږ د پوځ په سوب بچ شوې يو٬ ګرده نړۍ كښې امنيتي مسئلې پوځ سره په لاسو كښې وي۔ ده ووئيل زه منتخب وزيراعظم يم څوك دا همت لري چې ما نه استعفيٰ وغواړي ٬ ما دريو صوبو څخه ټاك??ې ګټلي او د 22 كاله سياسي هلو ځلو نه پس اقتدار ته راغلے يم۔ ده ووئيل نواز شريف خطرناکه لوبه كوي٬ كه مونږ د مخالفې ډلې په بليك ميلنګ كښې راغلو نو نسلومه به مونږ معاف نه كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مخالفه ډله دې ډېر په شوق استعفيٰ وركړي بيا به الېكشن وكړو۔ ده ووئيل عاصم سليم باجوه د لګولې شوو تورونو ځوابونه وركړي دي