اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د ستمبر د 6مې نېټې د دفاع ورځې په ??وقع پخپل خاص پیغام كښې وئېلي دي چې د ستمبر شپږمه نېټھ د پاكستان د دفاع ورځ د قومي جرات او بهادرۍ ورځ ده٬د دښمن هېواد پوځ د ستمبر پھ 6مه نېټھ د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي كولو سره د نيمې شپی په ??خت په ??اكستان بريد كړی و۔ده ووئيل چې د پاكستان پوځ او بهادر اولس د هېواد سلامتيا او آزادۍ لپاره د ځان پروا كولو نه بغېر د هندي پوځ په ??ړاندې د جرات او بهادرۍ هغه مثال قائم كړو كوم به چې تل ياد ساتلې شي او د دښمن ناپاك عزائم يې خاورو سره خاورې كړل۔ده ووئيل چې د پاكستان پوځ په ??ړۍ كښې تر ټولو مضبوط پوځ شمېرلې شي۔ده ووئيل چې مونږ ټول په خپلو ځواكونو فخر لرو كومو چې د ترهه ګرۍ لعنت ختم كړو٬د ضرب عضب او ر??الفساد پشان عملياتو كښې يې د ترهه ګرو ملا ماته كړه۔ده ووئيل چې د هېواد امن او سلامتيا لپاره مونږ اتلانو ځوانانو د خپل ژوند قربانۍ وركړی دي او ټول قام دې ته د قدر په سترګھ ګوري