اسلام آباد ۔ 25 اګست (اے پی پی) قومی ا??مب??ۍ كښې د مخالفې ډلې مشر او د مسلم ليګ (ن) صدر شهباز شريف د نهې په ورځ سهار د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) امیر مولانا فضل الرحمن سره دده په كور ملاقات وكړو۔ شهباز شریف سره قومي ا??مب??ۍ كښې د پاكستان مسلم ليګ (ن) پارلماني لارښود خواجه محمد آصف جن??ل سېكټري احسن اقبال ٬ پخوانے سپيكر سردار اياز صادق او د قومي ا??مب??ۍ غړے خواجه سعد رفيق هم وو۔ ملاق??ت كښې د جے یو آئی (ف)د قومي ا??مب??ۍ پارلماني لارښود مولانا اسعد محمد په شمول نور لارښود او د ا??مب??ۍ غړي هم موجود وو۔ ملاق??ت كښې د هېواد په روانه سياسي وضعه او د مخالفې ډلې ټولو ګوندونو سره په ګډه د سباؤن تګلارې په وضعه كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه