سرینګر 03 اګست (اے پی پی) په مقبوضه كشمیر كښې لوئ آختر په مغموم او مظلومانه انداز كښې لمانځل?? شوے ځكه چې قابض چارواكو د اړخه لګول?? شوي بنديزونو له امله د سيمې سړكونه خالي ؤ او لوئ جوماتونه او درګاهونه بند ؤ۔ د كشمیرمیډیا سروس له مخې سرینګر ښار او نور كلي اولس لپاره بند كړ?? شوې ؤ او سړكونه ،بازارونه او حساس تنصیبات ګڼ شمير كښې وسله وال هندي عسكر او پولیس اهلكارو تعینات كولو نه علاوه په لارو كوڅو كښې كنډه تار لګول?? شوې ؤ۔ پولیس اهلكارو سهار راهسې لاؤډ سپیكرو اعلانات كولو سره وګړو ته وئيلي چې د آختر لمونځ له راجمع نه شي۔ دا ټول غیر ضروری اقدامات كورونا وائرس خپريدو مخنيوي په نامه شوې ؤ۔ خو د دې اصل مقصد وګړو له س??ا وركول او هغوي د آختر لمونځ ادا كولو او هند مخالف مظاهرو څخه منع كول ؤ۔ د دې غیر معمولی بنديزونو له امله كشمیری اولس زياتره په انفرادی توګه یا د خپلې كورنۍ د كسانو سره د آختر لمونځ په كورونو كښې كړې۔ بلخوا د كشمیر میډیا سروس له مخې جاری كړ?? شوي شميرې له مخې هندی عسكرو مقبوضه كشمیر كښې تيره مياشت جولائی كښې ریاستی ترهه ګرۍ پرله پسې كارروائیو په مهال 24 كشمیریان شهيدان كړې۔ راپور كښې وئيلي شوې چې په دې مهال هندی عسكرو بې ګناه اولس د طاقت بې دريغه استعمال كولو سره 59 كسان ژوبل كړې دي۔ راپور كښې وئيلي شوې چې هندي عسكرو د لټون او محاصرو په مهال 400 څخه زياتې كارروائیو په مهال سینئر حریت لارښود محمد اشرف صحرائی، فاروق احمد توحیدی او امیر حمزه پشمول 98 كسان نيولې دي دغسې 7 ميرمنو سپكاو?? شوي۔دې نه ځانله د روانې مياشت په مهال 11 رهائشی كورونه او نورې ودانۍ تباه كړې دي او ګڼ كورونه ئې لوټ كړې دي۔ دا خبره دې ياده وي چې سيمه كښې ډومیسائل سرټیفكیټ جاری كولو عمل سږ كال په 27 جون پيل شوې