اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د ص??ر ډاكټر عارف علوي په مشرۍ كښې د نوموړو شيعه عالمانو فكري نشست كښې د محرم الحرام په مهال مجالسو او جلوسونو كښې د كرونا څخه بچ كېدو لپاره په احتياطي تدابير عملدرآمد لپاره په 20 نكاتي اېس او پيز اتفاق راغلے ۔ د كرونا وباء له ??خې د محرم الحرام جلوس او مجالسو په مهال د معياري اپرېټنګ طريقه كار (اېس او پيز) جوړولو او د كرونا مخ نيوي لپاره په رهنما اصولو عملدرآمد كښئ مرستې له د ص??ر ډاكټر عارف علوي په مشرۍ كښې د نوموړو شيعه عالمانو فكري نشست د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې وشو۔ په غونډه كښئ داخله وزير اعجاز شاه٬ د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري، د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور، علامه عارف واحدي، راجه ناصر عباس، ډاکټر غضنفر مهدي، علامه قمر حېدر زېدي، راجه بشارت امامي او علامه سجاد حسېن نقوي ګډون وكړو۔ صوبائي ګورنرانو ٬ د آزاد كشمير اولس مشر مسعود خان، پنجاب څَ??ه علامه افضل حسېن حيدري او علامه حسېن اکبر، سندھ څ??ه علامه شهنشاه نقوي، علامه سيد علي قرار نقوي او علامه فرقان حېدر عابدي، خيبرپښتونخوا څ??ه علامه عابد حسېن شاکري او علامه ارشاد حسېن خليلي، بلوچستان څ??ه علامه سيد هاشم موسوي او علامه شېخ جمه اسدي ، آزاد جمو کشمير څخه ??فت?? کفايت حسېن نقوي د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون وكړو۔ غوندې ته خپله وېنا كښې صدر ووئيل د روژې او واړه اختر په مهال د هر مكاتب فكر علماﺀ كرامو د كرونا وباء مخ نيوي لپاره بشپړه مرسته كړې او زه هيله لرم چې دا ځل به هم علماﺀ كرام د مثالي مرستې څرګندونه كوي۔ ده ووئيل د محرم الحرام په مهال عالمانو په متفقه توګه د عزاداري او مجالس لپاره په شل نكاتي اېس او پيز اتفاق كړے چې پكښې به د عزادارۍ مجالسو په مهال د اېس او پيز له ??خې د سماجي فاصلې خيال ساتلے شي٬ په امام ب??ړه كښې به ناستې لپاره نشانونه لګولے شي۔ هر كس به د ماسك اچولو سره راځي او چې څوك ماسك نه اچوي ھغه به مجلس ته نه داخلېږي۔ د امام ب??ړې انتظاميه به په داخلي لارو ماسكونه وركوي ٬ د قالين د استعمال نه به ډډه كېږي٫